د ناټو سرمنشي ينس سټولټنبرګ د افغانستان په اړه له اوږدې چوپتيا وروسته، په دې هېواد کې پر خپلو تېروتنو اعتراف کړی دی. نوموړي بېګا چهارشنبه د شپې د (زمري په ۲۶مه) خبريالانو ته ويلي، چې د امريکا په شمول لوېديځ هېوادونه ونه توانېدل چې پر ځان بسيه او يو ...
Read More »کابل کې پر جومات د چاودنې له امله د مرګ ژوبلې شمېر ۳۵ کسانو ته لوړ شوی
کابل يو وار بيا په جومات کې پر لمونځ کوونکو د چاودنې شاهد و. دغه چاودنه پرون چهارشنبه د (زمري په ۲۶مه) د کابل په خېرخانې سيمه کې د صديقيه پر جومات په داسې حال کې شوې، چې ګڼ شمېر کسان په جومات کې په لمانځه ولاړ وو. حکومتي چارواکو ...
Read More »ايران: په افغانستان کې د امريکا استخباراتي نفوذ اوس هم شته
په داسې حال کې چې پر افغانستان د ط.البانو د دويم ځلي واکمنۍ يو کال پوره شو، ورسره سم ايراني چارواکو ويلي چې امريکا اوس هم په افغانستان کې استخباراتي نفوذ لري. د افغانستان لپاره د ايران ځانګړي استازي حسن کاظمي قمي له افغانستان څخه د امريکايي ځواکونو وتل د ...
Read More »سناتور لينډسي ګراهم پر امريکا او متحدانو يې له افغانستان د احتمالي بريد خبرداری ورکړی
د امريکا په سنا مجلس کې جمهوري غوښتونکي سناتور لينډسي ګراهم خبرداری ورکړی، چې له افغانستان څخه پر امريکا او د هغې پر متحدو هېوادونو د ترهګريز بريد د کېدو احتمال شته. نوموړي له فوکس نيوز سره په خبرو کې ويلي، چې امريکا لا يوه جګړه ختمه کړې نه ده، ...
Read More »پښتون قومي جرګې؛ ټيټيپي ته د پښتونخوا او قبايلي سيمو د سپارلو مخالفت وکړ
د پښتون امن قومي جرګه پرون د عوامي ملي ګوند په بلنه د پېښور په باچاخان مرکز کې ترسره او په کې په پښتونخوا او قبايلي سيمو کې د ناامنۍ، هدفي وژنو پر مخنيوي او دغه راز له تحريک طالبان پاکستان سره د پاکستان حکومت پر روانو مذاکراتو خبرې خبرې ...
Read More »د سپټمبر ۱۱مې د قربانيانو کورنيو له بايډن د افغانستان شتمنۍ ازادول غوښتي
د سپټمبر ۱۱مې پيښې قربانيانو ته د غرامت په توګه د افغانستان کنګل کړای شوې شتمنۍ د يوې برخې اختصاصولو په اړه د امريکا ولسمشر جوبايډن د فرمان په غبرګون کې، د يادې پېښې د قربانيانو کورنيو له نوموړي غوښتي چې د افغانستان ياده ټوله شتمني بېرته ازاده کړي. د ...
Read More »چين: امريکا په افغانستان کې د خپلې ماتې هېڅ زدهکړه نه ده کړې
د چين بهرنيو چارو وزارت ويان ژايو ليجيان له افغانستان څخه د امريکايي ځواکونو د وتلو نږدې يو کال په پوره کېدو سره ويلي، چې امريکا په افغانستان کې له خپلې ماتې هېڅ زدهکړه نه ده کړې او اوس هم د نورو هېوادونو په چارو کې لاسوهنه کوي. نوموړي زياته ...
Read More »ملګري ملتونه: د افغانستان د اقتصاد احيا لپاره، د کنګل شوې شتمنۍ ازادول مهم دي
ملګري ملتونه وايي، چې د افغانستان اقتصاد ته د نغدو پيسو په وردننه کېدو سره دا امکان شته چې دغلته روان اقتصادي بحران تر يوه حده مهار شي. په کابل کې د دې سازمان د بشري مرستو همغږي کوونکی رامز الاکبروف له کابل څخه د ملګرو ملتونو په مرکز خبريالانو ...
Read More »کرزی: له بهر د افغانانو راګرځولو او د کډوالۍ مخنيوي لپاره دې باور رامنځته شي
پخواني ولسمشر حامد کرزي د امريکا له CNN ټلوېزيون سره په مرکه کې د اوسني حکومت يو شمېر عمده مسووليتونو ته اشاره کړې او ټينګار يې کړی، چې دغه حکومت بايد د افغانان پر وړاندې خپل مسووليت ترسره کړي. نوموړي ويلي، چې حکومت دې له هېواد څخه د باندې د ...
Read More »امريکا: ايمن الظواهري ته د پنا ورکولو له امله د افغانستان شتمني ښايي ازاده نه شي
وال سټريټ ژورنال په خپل تازه راپور کې ويلي، چې د امريکا ولسمشر جوبايډن په کابل کې د ايمن الظواهري د حضور او د نوموړي له وژل کېدو وروسته پرېکړه کړې، چې د اوس لپاره د افغانستان کنګل کړای شوې شتمني ښايي ازاده نه شي. وال سټريټ ژورنال پرون دوشنبه ...
Read More »
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس