Home » سپورټ (page 39)

سپورټ

بدني روزنې ریاست: د کرونا ویروس خپرېدو سپورټي برخه زیانمنه کړې

افغانستان د بدني روزنې ریاست وايي، د کرونا ویروس د خپرېدو له کبله د سپورتي نړۍ سره اړوند ټول لوبغاړي اړ شوي چې په کورو کې پاته شي او له همدې کبله لوبې زیانمنې شوي.د بدني روزنې ریاست زیاته وي، چې د کرونا ویروس له کبله لوبغاړي اړ شوي چې ...

Read More »

افغان لوبډلې د را روانو لوبو سیالیو تمریناتي کمپ پیل کړ

افغان ملي لوبډلې د را روانو نړیوالو لوبو د ترسره کولو لپاره نن یکشنې په کابل کرېکت لوبغالي کې تمریناتي کمپ پیل کړ. کرېکټ بورډ په وړمه ورځ خپله وروستۍ ناسته کې د هغو ملي لوبغاړو نوملړ اعلان کړ چې نن یې په کابل کرېکټ لوبغالي کې د روا روانو ...

Read More »

شاهد افریدی په کرونا ناروغي‌ککړ شوی

د پآکسان د کرکټ وتلی ستوری او د پآکستاني کرکټ ټیم پخوانی کپتان شاهد افریدی دکرونا په ناروغي‌اخته وی دی . نوموړي‌ د دعا غوښتنه کړې ده .‌ښاغلي اپریدي د شنبې په ورځ پر خپلو پاڼو، فیسبوک او ټویټر کې په ویروس د خپل اخته کېدو خبرخپور کړی دی. هغه لیکلي دي: “د پنجشنبې راهېسې ښه نه یم او وجود مې بد درد کوي. زما معاینه وشوه او له بده مرغهد کروناویروس نتیجه مې مثبته ده. د بېړنۍ روغتیا لپاره ستاسو دوعاګانو ته اړتیا لرم. ” افریدی تازه د پاکستان تر کنټرول لاندي‌بلوچستان ایالت ته تللی وو.‌ شاهد اپریدی د ۱۹۹۶ څخه تر ۲۰۱۸ کال پورې د پاکستان لپاره کرکټ کاوه او د دغه هېواد د ملي لوبډلېکپتان هم و. هغه د خپل وخت یو چټک توپ وهونکی و چې په یوې ورځنیو نړیوالو لوبو کې یې په کمو توپونو د ۱۰۰منډو لومړی ریکارډ یې هم جوړ کړی دی. اپریدی داسې مهال په کروناویروس اخته شوی دی چې د جانس هاپکینز پوهنتون د معلوماتو په اساسپه پاکستان کې د کروناویروس له کبله شاوخوا ۲۵۰۰ کسان مړه شوي او څه باندې ۱۳۲زره نور په دغهویروس اخته دي. دا یوازي‌شاهد افریدی نه دی بلکه په پاکستان کې ګڼ سیاستوال او تر درې زره زیات روغتیا يي‌کارکونکي‌هم په کرونا وایرس اخته شوي ‌دي . په افغانستان او پښتونخوا کې کرونا ناروغي‌په چټکي‌پر مخ روانه ده او د ډاکترانو په وینا چې ښايي دکرونا د وایرس شدت نور هم زیات شي‌. په بریتانیا کې افغان ډاکتر ډاکتر اکبر اکبر واي چې (که څه هم په ټوله امريکه کې او په تيره بيا پهټکزېس، فلوريډا او اريزونا کې خو همدا پرون د کويډ د ناروغانو شمېرې بيا تر ريکارډ کچې پورې ټوپوهلې او د کويډ د دويمې راروانې څپې ويره ېې پارولې ده. چې د همدې دويمې څپې ويرو پرون دنيويارک د ونډو په بازار کې د کمپنيو د ونډو بيې بدې بدې ځپلي هم دي ).

Read More »

د کرېکټ د وتلي ستوري راشد خان مور وفات شوه

د کرېکټ د ډګر ستوري او مشهور توپ اچوونکي راشد خان آرمان مور بي بي د ورپېښې ناروغۍ له امله په حق ورسېده. د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې د وتلي ستوري او مشهور توب اچوونکي راشد خان آرمان مور بي بي د ورپېښې ناروغۍ له امله نن پنجشنبې د ...

Read More »

د افغان ملي لوبډلې د راتلونکي کال لوبې اعلان شوې

د افغان کرېکټ بورډ مشر فرهان یوسفزي په خپل ټویټر باندې د را روان کال د لوبو مهالوېش خپور کړی دی. د کرېکټ بورډ مشر فرهان یوسفزي په خپل ټویټر باندې نوي پیغامونه خپاره کړي چې په کې راغلي، افغان ملي لوبډله به په ۲۰۲۱ ز کال کې د شل ...

Read More »