Home » افغانستان (page 278)

افغانستان

افغان حکومت: د افغانستان ۹۵سلنه دولتي مامورین بایومټریک شوي

د جمهوري ریاست مرستیاله ویانده فاطمه مورچل پرون رسنیو ته ویلي چې د دولتي ادارو مامورین ۹۵ سلنه بایومټریک شوي دي. فاطمه مورچل زیاته کړه چې د بایومټریک ترڅنګ دولت هڅه کوي د روان کال تر پایه د دولت کار کوونکو معاشونه د الکټرونیکي سیسټم له لارې ورکړي. مورچل دغه ...

Read More »

سرور دانش: طالبان د امتیاز اخیستلو لپاره هدفي وژنې کوي

د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش وايي چې طالبان په دې وروستیو کې هدفي بریدونه د سولې مذاکراتو پر میز د ډېر امتیاز اخیستلو لپاره کوي. سرور دانش تیره ورځ په یوه کنفرانس کې وویل چې د هېواد دښمنان د ډموکراسۍ زړه، د بیان ازادي، د قانون حاکمیت، انتخابات او ...

Read More »

خلیلزاد: هدفي وژنې دې ودرول شي، د سولې بهیر ګواښي

د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی وایي په افغانستان کې هدفي وژنې دېرې شوې او باید ودرول شي، نوموړي وویل دغه ډول حالات د سولې بهر ګواښي. زلمي خلیلزاد په خپل ټویټر کې په افغانستان کې وروستي هدفي بریدونو په غندلو سره لیکلي پر خبریالانو، د څرخي پله ...

Read More »

امنیتي چارواکي: هلمند کې ۴۶ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

د افغانستان ملي دفاع وزارت نن ( د مرغومې ۵ مه ) په یوه اعلامیه کې ویلي چې تېره ورځ طالبانو د هلمند ولایت ناوې ولسوالۍ خسرآباد، سرخدوز او خلجي اړوند سیمو کې د امنیتي ځواکونو پر پوستو د برید په موخه راټول شوي و. په اعلامیه کې راغلي چې ...

Read More »

د ښځو حقونو فعاله فرشته کوهستاني په یوه وسلوال برید کې ووژل شوه.

د کورنیو چارو وزارت وايي وسلوالو د کاپیسا ولایت مدني فعاله او د ښځو حقونو فعاله  فرشته کوهستاني ووژله. د یاد وزارت ویاند طارق ارین وویل فرشته د کاپیسا کوهستان ولسوالۍ په عزت خیلو کلي کې د موټر سایکل سپرو له خوا په ډزو سره وژل شوې. ارین زیاتوي په ...

Read More »

تېرو۲۴ ساعتونو کې په افغانستان کې د کرونا وېروس ۲۳۴ پېښې ثبت شوي

رویداد خبري آژانس

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وایي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په افغانستان کې د کرونا وبا ۲۳۴ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې دي، له دې سره پر یادې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ۵۱ زره او ۵۹۴ ته رسېدلی دی. د روغتیا وزارت په وینا، په همدې ...

Read More »

افراسیاب خټک: هدفي وژنې او د عامه تاسیساتو ویجاړول د افغانانو کار نه دی

رویداد خبري آژانس

افراسیاب خټک وایي،چې هدفي وژنې او د عامه تاسیساتو ویجاړول د افغانانو کار نه دی د پښتونخوا وتلی سیاستوال افراسیاب خټک په خپله تازه څرګندولو کې په افغانستان کې روان تاوتریخوالی، د جګړو اوج او هدفي وژنې د جدي اندېښنې وړ مسئلې بللې دي. نوموړي ویلي افغانان داسې یو دښمن ...

Read More »

کریستوفر مېلر:ټول امریکایي ځواکونه په مې میاشت کې له افغانستان وځي

رویداد خبري آژانس

د امریکا د ملي دفاع سرپرست وزیر، کریستوفر مېلر وایي غواړي افغانستان کې ټول میشت امریکایي ځواکونو د ۲۰۲۱ کال په مې میاشت کې خپل هیواد ته واستوي. کریستوفر میلر د تیرې سه شنبې په ورځ یې د کابل سویل کې د (مورهید) کمپ کې خپلو ځواکونو سره لیدنه کې ...

Read More »

ولسمشرغني او ډاکټرعبدالله د یوسف رشید پر وژل کېدو خواشیني څرګنده کړې

رویداد خبري آژانس

افغان ولسمشر محمد اشرف غني او د ملي پخلاینې د عالي شورا مشر عبدالله عبدالله په کابل کې د ازادو او عادلانه ټاکنو بنسټ ( فیفا ) د مشر محمد یوسف رشید پر وژل کېدو خواشیني څرګنده کړې ده. ناپېژانده وسله والو نن چهارشنبه د دسمبر ۲۳ ( مرغومي۳ ) ...

Read More »

صالح: سږ کال له پاکستان څخه ۱۵ تر ۲۰ زره ټنه چاودېدنکي توکي هېواد ته راوړل شوي

رویداد خبري آژانس

امرالله صالح وایي، په هغه بمونو کې چې په لاس جوړیږي په لویه برخه کې يې امونیم نایتریت څخه کار اخیستل کیږي چې د صادرولو ټوله سرچینه يې پاکستان دی. د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح نن چهارشنبه د دسمبر۲۳ ( مرغومي۳ ) په خپله فېسبوک پاڼه د شپږنیمو بجو ...

Read More »