د ا.ا د مالیې وزارت وایي په تېرو دریو کلونو کې یې له هېڅ بهرني هېواد او نهاد څخه پور نه دی اخیستی، بلکې هڅه یې کړې چې د افغانستان پخواني حکومت پاتې پورنه پرې کړي. د یاد وزارت د اعلامیې له مخې، بهرنیو نهادونو ته یې د پخواني حکومت ...
Read More »د رویداد خبري اژانس او کاردان پوهنتون ترمنځ د همکارۍ هوکړهلیک لاسلیک شو
د علمي، ټولنیزې او کلتوري ودې په برخه کې د ګډو همکاریو د ترسره کولو په موخه د رویداد خبري اژانس او کاردان پوهنتون ترمنځ د رویداد خبري اژانس د مشرتابه پلاوي او د دغه پوهنتون د مسوولینو، استادانو او علمي کدرونو په شتون کې د ۱۴۰۳کال د وږي په ...
Read More »یوه اوونۍ کې تر ۵۰ زرو ډېر افغانان له هېواد څخه وتلي
د راپورونو له مخې، په تېره یوه اوونۍ کې څه باندې ۵۰ زره افغانان له هېواد څخه بهر ګاونډیو هېوادونو ته تللي دي. د کډوالو د نړیوال دفتر (IOM) د معلوماتو له مخې، په تېره یوه اوونۍ کې څه باندې ۵۰ زره افغانان له خپل هېواد څخه وتلي دي. دې ...
Read More »ننسي فایزر: له المان څخه د افغانانو د ایستلو لپاره نورې الوتنې پلان شوې
د المان د کورنیو چارو وزیرې، ننسي فایزر پرون (یکشنبې، د وږي ۲۵مه) ویلي چې له المان څخه د هغو افغانانو د ایستلو لپاره، چې په دغه هېواد کې یې جدي سرغړونې او جرمونه کړي دي، نورې الوتنې پلان شوې دي. د المان د کورنیو چارو وزیرې دا نه دي ...
Read More »د پاکستان له زندانونو څخه تر ۴۰ ډېر افغان کډوال خوشې شول
د پاکستان د سند ایالت له بېلابېلو زندانونو څخه ۴۴ افغان کډوال خوشې او د تورخم له لارې افغانستان ته لېږدول شوي دي. په کراچۍ کې د افغانستان جنرال قونسل، سید عبدالجبار تخاري ویلي چې د ۲۱ محصلینو په ګډون دا افغانان د قانوني اسنادو د نهلرلو له امله بندیان ...
Read More »د جاپان سترې محکمې یوې نوې زېږدلې افغان کډوالې ته د جاپان تابعیت ورکړ
د جاپان یو لوړ قضایي مقام یوې نوې زېږدلې افغانې کډوالې ته د جاپاني تابعیت د ترلاسه کولو اجازه ورکړه. د جاپان د کيودو خبري اژانس (شنبې، د وږي ۲۴مه) په يوه راپور کې ليکلي، چې دا غوښتنه په لومړي سر کې د يوې کورنۍ محکمې له خوا رد شوې ...
Read More »د مسلکي هوايي ځواک د جوړولو لپاره د ا.ا هڅې
د کورنیو چارو وزیر، سراج الدین حقانی وايي، چې ا.ا د مسلکي او پیاوړي هوايي ځواک د جوړولو لپاره هڅې کوي. نوموړي دا څرګندونې په کابل کې د یوشمېر پیلوټانو د فراغت په مراسمو کې کړې دي. د ا.ا د دفاع وزارت خبر ورکړی چې د دفاعي ځواک هوایي پوهنتون ...
Read More »ملګرو ملتونو په ډایکندي کې د داعش لخوا د ملکي وګړو وژل غندلي
د ډایکنډي او غور ترمنځ پر ملکیانو د وسلهوالو د برید له امله د ۱۴ کسانو تر وژل کېدو یوه ورځ وروسته ملګرو ملتونو، د افغانستان لپاره د امریکا سفارت او یو شمېر ډیپلوماټیکو نهادونو دا برید غندلی او همدازار یوې ډلې لاریون کوونکو ښځو په افغانستان کې «د هزاره ...
Read More »کاپیسا کې یو کس په خپل شخصي لګښت یو ښوونځی جوړ کړی
د ا.ا مسوولانو په کاپیسا کې د یو کس لخوا په شخصي لګښت د یو ښوونځي د جوړولو خبر ورکړی دی. د کاپیسا د پوهنې وزارت مشر، محمد فرید حقاني ویلي، چې د خالد بن ولید په نامه دا ښوونځی (پنجشنبې، د وږي ۲۲مه) د نجراب ولسوالۍ په «اهنگران» کلي ...
Read More »د روغتیا نړیوال سازمان: په خوارځواکۍ د اخته افغان ماشومانو شمېر ۲٫۹ میلیونو ته ورسېد
په افغانستان کې د انساني کړکېچونو په دوام، د روغتیا نړیوال سازمان ویلي چې په یاد هېواد کې په خوارځواکۍ د اخته ماشومانو شمېر ۲٫۹ میلیونو ته رسېدلی دی. دغه سازمان نن (پنجشنبې، د وږي ۲۲مه) په اېکس پاڼه لیکلي، له دې ډلې ۸۵۰ زره ماشومان له شدیدې خوارځواکۍ سره ...
Read More »
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس