شاهین قول اردو د شمال په درېیو ولایتونو- فاریاب، بلخ او سرپل کې د پوځي عملیاتو پر مهال ۴۵ طالبانو ته د مرګ ژوبلې خبر ورکوي. ۲۰۹ شاهین قول اردو په یوه اعلامیه کې چې نن شنبه (د سلواغې ۱۸مه) سهار خپره شوه ویلي چې تېره شپه د فاریاب ولایت ...
Read More »اروپايي ټولنې؛ په افغانستان کې د بیان ازادۍ او خبریالانو پر خوندیتوب ټینګار کړی
اروپايي ټولنې په افغانستان کې د بیان ازادۍ او خبریالانو پر خوندیتوب ټینګار کړی دی. په افغانستان کې د اروپایي ټولنې استازولۍ د خبریالانو د خوندیتوب د کمېټې پر وروستي راپور د غبرګون تر څنګ ویلي چې افغان حکومت په افغانستان کې د خبریالانو او بیان ازادۍ په ساتلو مکلف ...
Read More »د امریکا دفاع وزیر په افغانستان کې د تاوتریخوالي د کمېدو او د اوربند غوښتنه کړې
د امریکا دفاع وزیر لویډ استین پرون ماښام له افغان ولسمشرمحمد اشرف غني سره په خبرو کې په افغانستان کې د تاوتریخوالي د کمېدو او د دایمي اوربند غوښتنه کړې ده. د ارګ لخوا په خپره شوې اعلامیه کې راغلي، افغان ولسمشر پرون ماښام د امريکا متحدو ايالتونو دفاع وزير ...
Read More »طالبان: که بهرني ځواکونه له افغانسانه ونه وځي نوې ستره جګړه به پیل شي
طالبانو ګواښ کړی چې که ناټو او امريکايي ځواکونه د دوحې تړون پر اساس په می میاشت کې ونه وتل نو د امريکا متحده ایالاتو پر وړاندې به جګړه له سره پېل کړي. د امریکا د کانګرس يوې ډلې د ځواکونو د اخراج د ځنډولو سپارښتنه کړې ده. له کابل ...
Read More »ستانکزی:د سولې بهیر کې بېړه باید د خلکو ګټې ګواښ سره مخ نه کړي
د افغان حکومت د مذاکره کوونکي پلاوي مشر معصوم ستانکزی وایي، د سولې بهیر باید چټک شي، خو ټینګار یې کړی چې په دغه بهیر کې بېړه باید د افغانستان د خلکو ګټې له ګواښ سره مخ نه کړي. معصوم ستانکزی وايي چې د افغانستان د سولې بهیر په اړه ...
Read More »هرات کې وسلوالو د غوریان ولسوالۍ د امنیت مدیر وژلی
د هرات والي پرون رسنیو ته وویل د هرات غوریان ولسوالۍ د امنیت مدیر روح الله نظري د وسلوالو طالبانو په یوه برید کې ووژل شو. د سیمه اییزو رسنیو د راپورونو له مخې د هرات والي عبدالوحید قتالي وايي، په دې پېښه کې درې تنه نور امنیتي سرتیري ټپیان ...
Read More »پاکستان پر ننګرهار شاوخوا ۴۰ توغندي توغولي
راپورونه وايي پاکستان هېواد د ننګرهار پر ګوشتې ولسوالۍ باندې شاواخوا ۴۰ توغندي ویشتلي دي. د ګوشتې ولسوالۍ یو شمېر قومي مشران رسنیو ته ویلي چې توغندي پر هغو سیمو لیږدلي چې آبادې نه وې. قومي مشر ملک وزیر خان وویل توغندي خوخاخیلو په ساحه او د دوخیلو په ساحه ...
Read More »یونس قانوني: که د سولې خبرې بې پایلې شي د طالبانو پر ضد مقاومت پیلوو
د ولسمشرۍ ماڼۍ پخوانی مرستیال محمد یونس قانوني وايي که روان مذاکرات ناکام شي د طالبانو پر ضد به مقاومت پيلوي. نوموړي خبرداری ورکړی چې که په دوحه کې روان بین الافغاني مذاکرات ناکام شي، له هغو هېوادونو سره چې له طالبانو سره مخالف دي، په ګډه به د خلکو ...
Read More »حنیف اتمر: ډیری خوشې شوي طالب بندیان بیرته جګړو ته تللي
د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر حنیف اتمر وايي ۹۰سلنه خوشې شوي طالب بندیان بېرته د جګړې ډګر ته تللي دي. ښاغلي اتمر پرون وویل طالبانو د خپل توافق په خلاف ۹۰سلنه خوشې شوي بندیان بیا د جګړو لیکو ته لیږلي، تاوتریخوالی یې زیات کړی او له القاعدې او نورو ...
Read More »په ۲۰۲۰ کې سرطان ناروغۍ ۱۶ زره افغانان وژلي دي
د عامې روغتیا وزارت چاوراکي وايي په تیر ۲۰۲۰ م کال کې په هېواد کې ۱۶ زره کسان د سرطان د ناروغۍ له امله مړه شوي دي. د افغانستان د عامې روغتیا وزارت مرستیال بشیر نورمل کابل کې د سرطان سره د مبارزې نړیوالې ورځې په پار جوړې شوې ناستې ...
Read More »
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس