د افغانستان د ملي دفاع وزارت وایي،د تېرو ۲۴ ساعتونو پر مهال په ۱۶ ولایتونو کې ۱۵۷ وسله والو طالبان وژل شوي او ۹۹ نور یې ټپیان دي، ۲۶ تنه یې ژوندي نیول شوي دي. د دغه وزارت نن سې شنبه ( د غویي ۲۱مه نېټه) په یوه خپره کړې ...
Read More »نن ټول افغانستان کې د وروستیو پېښو په خاطر ملي ماتم اعلان شوی
نن سې شنبه (د غویي ۲۱مه نېټه) په ټول افغانستان کې وروستیو خونړیو پېښو په خاطر ملي ماتم اعلان شوی دی. افغان حکومت ملي ماتم وروسته له هغې اعلان کړ چې د کابل په دشت برچي کې په یوه خونړي برید کې په لسګونو د ښوونځي زده کوونکې او له ...
Read More »ایران: افغانستان کې دې روانه جګړه ژر تر ژره ختمه شي
د افغانستان لپاره د ایران د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی ابراهیم طاهریان کابل ته راغلی او دلته یې د ملي مصالحې عالي شورا له رییس ډاکټر عبدالله عبدالله او بهرنیو چارو وزیر حنیف اتمر سره کتلي دي. طاهریان ویلي دوی ددې غوښتونکي دي چې په افغانستان کې روانه جګړه ...
Read More »حنیف اتمر: نړیواله ټولنه دې؛ د تروریزم له منځه وړلو کې د افغانستان قوي ملاتړ وکړي
د بهرنیو چارو وزیر حنیف اتمر د کابل په دشت برچي سیمه کې پر ماشومانو او ځوانانو د تېرې ورځې برید غندلی او یاد عمل یې بشري ضد او نه بښوونکې کړنه یاده کړې ده. له یاد وزارت څخه خپرې شوې خبرپاڼه کې د اتمر له قوله راغلي، د بې ...
Read More »ولسمشر امنیتي ځواکونو ته: د طالبانو پر وړاندې جدي اقدام وکړئ
ولسمشر محمد اشرف غني افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ته سپارښتنه کړې، د طالبانو په وړاندې جدي اقدام وکړي. د کابل په دیارلسمه امنیتي حوزه کې د سیدالشهدا په نوم د نجونو ښوونځي ته څېرمه تر پرونیو چاودنو وروسته ولسمشر غني په یوه خبرپاڼه دا د وسله والو طالبانو کار ...
Read More »د هلمند جګړه؛ شاوخوا۱۰۰۰ بېځایه شوې کورنۍ بېړنیو مرستو ته اړتیا لري
په هلمند کې شاوخوا ۱۰۰۰ هغه کورنۍ بېړنیو مرستو ته اړتیا لري، چې په وروستیو کې د جګړو له کبله بېځایه شوي دي. د هلمند چارواکي وايي، شاوخوا ۱۰۰۰ کورنۍ په همدې شپو ورځو کې له خپلو مېنو بېځایه شوې او د جګړې له وېرې د دغه ولایت نسبتاً ...
Read More »دفاع وزارت: تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۲۵۰ طالبان وژل شوي
د ملي دفاع وزارت وایي، د افغانستان په نهه ولایتونو کې د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ په نښتو کې ۲۵۰ طالبان وژل شوي او ۱۰۶ نور ټپیان شوي دي. دفاع وزارت نن شنبه (د غویي۱۸ مه نېټه) په خپره کړې اعلامیه کې ویلي، چې په دې نښتو ...
Read More »خلیلزاد: که طالبان سوله و نه کړي، له جمهوریت غوښتونکو نه به ملاتړ وکړو
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانکړی استازی زلمی خلیلزاد وایي، که طالب وسله وال سوله و نه کړي له جمهوریت غوښتونکو نه به ملاتړ وکړو. زلمي خلیلزاد په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي چې د سولې لپاره یې په نړیواله او سیمه ییزه کچه ...
Read More »ستانکزی: طالبانو د افغانانو د غوښتنو پر خلاف لا زیاتو وژنو ته اوږه ورکړې
د افغان دولت د مرکچي پلاوي مشر معصوم ستانکزي ویلي، چې وسلهوالو طالبانو د روژې په رارسېدو سره نه یوازې د سولې هڅې ګړندۍ نه کړې، بلکې افغانوژنې ته یې دوام ورکړی. ستانکزي پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي،، طالبانو د افغانوژنې لړۍ داسې مهال جاري ساتلې، چې له افغانستانه د بهرنیو ...
Read More »وروستیو سیلابونو په افغانستان کې څه باندې ۵۰ کسان مړه کړي
د طبیعي پېښو ته د رسېدو په چارو کې د افغانستان د دولت چارواکي وایي، د افغانستان د ۱۲ ولایتونو په بېلابېلو سیمو کې د وروستیو سیلابونو له امله لږ تر لږه ۵۰ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۱۶ نور ژوبل شوي دي. د طبیعي پېښو ته د ...
Read More »
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس