د چين او پاکستان بهرنيو چارو وزيرانو له نړيوالو غوښتي، چې په اوکراين کې د جګړې او بشري وضعيت څارنې ترڅنګ دې افغانستان ته هم پاملرنه زياته کړي. شاه محمود قرېشي او يانګ يي په خپلو کې نن چهارشنبه د (کب په ۱۸مه) ټلېفوني خبرې کړي او په کې يې ...
Read More »اسيا پراختيايي بانک د ټاپي پروژې تمويل وځنډوه
د اسيا پراختيايي بانک اعلان کړی چې په افغانستان کې د وروستيو سياسي بدلونونو له امله د ټاپي پروژې تمويل ځنډولی دی. دې بانک ويلي، تر هغې چې د افغانستان نوی حکومت د نړيوالې ټولنې له لوري په رسميت نه وي پېژندل شوی، د ټاپي د ګازو نلليکې پروژې د ...
Read More »پښتون ژغورنې غورځنګ په کرچۍ کې د پاکستان پر حکومت خپلې غوښتنې ومنلې
د پښتون ژغورنې غورځنګ له نږدې يو مياشتني پرلت وروسته واتوانېد، چې پر حکومت خپلې مشروع غوښتنې ومني. د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظر احمد پښتين بېګاه شپه د (کب په ۱۷مه) پرلتوالو ته وويل، په ياده موده کې يې د سند له حکومت سره ۴ څلور ځله مذاکرات کړي؛ ...
Read More »ملګري ملتونه: افغانستان کې د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته ۴سوه ملکيان وژل شوي
د ملګرو ملتونو د بشر حقونو عالي کمېشنري وايي، د ۲۰۲۱ زېږديز کال په اګسټ کې د طالبانو له واک ته رسېدو سره بيا هم په افغانستان کې ملکي وګړي له بريدونو خوندي نه دي پاتې شوي او له دې مودې راهيسې سلګونه ملکي افغانان وژل شوي او ټپيان شوي ...
Read More »“نېمروز کې د افغان او ايراني پوله ساتو ترمنځ جګړه شوې”
په نېمروز کې ځايي حکومتي سرچينو خبر ورکړی چې پرون مازدېګر د (کب په ۱۶مه) د افغان او ايراني پوله ساتو ځواکونو ترمنځ وسلهواله جګړه شوې ده. دې سرچينو د موضوع حساسیت له امله د نوم نه ښودلو په شر ازادي راډيو ته تائيد کړې، چې په ياده نښته کې ...
Read More »امريکا: افغان ميرمنې بايد د ټولنې په ټولو چارو کې شاملې شي
امريکايي چارواکو يو وار بيا له افغان ميرمنو څخه د خپل هېواد ملاتړ څرګند کړی او ويلي يې دي په افغانستان کې ښخې بايد په محدوديتونو کې ونه ساتل شي. د افغانستان لپاره د امريکا شارژدافېر يان مک کيري تازه نن سېشنبه د (کب به ۱۷مه) د مارچ اتمې په ...
Read More »لسګونه زره ښځينه فعلانو په افغانستان کې د ښځو حقونو د خونديتو غوښتنليک لاسليک کړی
د بښنې نړيوال سازمان خبر ورکړی، د مارچ اتمې نېټې چې د ښځو له نړيوالې ورځې سره برابره ده، په مناسبت لسګونه زره ښځينه فعالانو په افغانستان کې د ښځو حقونو د خونديتوب غوښتنليک لاسليک کړی دی. د دغه سازمان په خبره، د غوښتنليک لاسليک کوونکو چې شمېر يې تر ...
Read More »د ښځو نړيواله ورځ؛ افغان ميرمنې په کوم وضعيت کې دي؟
نن سېشنبه د مارچ اتمه د ښځو له نړيوالې ورځې سره برابره ده. دغه ورځ په ټوله نړۍ کې د ښځو ستونزو د تشخيص او ورته د رسېدونې په موخه د يو لړ مراسم په ترڅ کې نمانځل کېږي. دا ورځ په افغانستان کې داسې مهال ده چې اسلامي امارت ...
Read More »اروپايي ټولنه: د افغان نجونو پر مخ د ښوونځيو او پوهنتونو دروازو پرانيستل مثبت ګام دی
اروپايي ټولنې د حکومت له لوري د نجونو پر مخ د پوهنتونونو دروازو پرانيستو او دغه راز د ښوونځيو پرانيستې په اړه د حکومتي چارواکو ژمنه مثبت او ښه اقدام بللی. د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړی استازی توماس نېکولسن وايي، د اسلامي امارت چارواکو له لوري د نجونو ...
Read More »حکومت په افغانستان کې د مرګ ژوبلې په اړه د اقتصاد او سولې انسټېټيوټ راپو رد کړ
د اقتصاد او سولې اسنټېټوټ په خپل تازه راپور کې چې ترهګرۍ شاخصونو له امله د ځپل شوو هېوادونو په اړه يې خپور کړی، افغانستان هم ترهګرۍ ځپلی هېواد ياد کړی دی. په دې راپور کې ويل شوي چې په ۲۰۲۱ زېږديز کال کې افغانستان ۸۳۷ ترهګريزو پېښو شاهد چې ...
Read More »
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس