Home » افغانستان (page 57)

افغانستان

افغانستان کې د خوړو نړیوال پروګرام له نږدې اته میلیونه کسانو سره مرسته کړې ده

د خوړو نړیوال پرګرام اعلان کړی چې په افغانستان کې یې نږدې اته میلیون کسانو ته خواړه، نقدې پیسې او د خوراکي توکو د بستو مرسته کړې ده. د خوړو نړیوال پروګرام چهارشنبه د کب ۹مه د یادو شمېرو په خپرولو سره ویلي چې دا مرستې په تېره میاشت (جنورۍ) ...

Read More »

د هوا پېژندنې ادارې په ۲۵ولایتونو کې د واورې او باران د اورښت اټکل کړی

د ا.ا د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت د هواپېژندنې ادارې اعلان کړی چې نن او سبا (د کب۸ او ۹ مه) په ۲۵ ولایتونو کې د شدیدو اورښتونو اټکل شته. د هوا پېژندنې ادارې د معلوماتو پر بنسټ، دا اورښت د سالنګونو په ګډون په کابل، پروان، هرات، فراه، ...

Read More »

د افغانستان په اړه د امنیت شورا بیانیې ته د ا.ا غبرګون

د ا.ا ویاند، ذبیح الله مجاهد د ملګروملتونو د امنیت شورا د څرګندونو په غبرګون کې ویلي چې د امنیت شورا په پرونۍ غونډه کې تکراري او بې ارزښته مسایل مطرح شوي دي. مجاهد له رویداد خبري اژانس سره په مرکه کې ویلي، نړۍ ته پکار ده چې مهم مسایل ...

Read More »

د ډالر پر وړاندې د افغانۍ ارزښت ۱۶سلنه زیات شوی

د افغانستان بانک مسوولان وایي، چې د تېر کال په پرتله په روان کال کې د ډالر پر وړاندې د افغانۍ ارزښت ۱۶ سلنه زیات شوی دی. د افغانستان بانک ویاند له رویداد سره په مرکه کې ویلي چې یاد بانک وکولای شو په تېر یو کال کې د افغانۍ ...

Read More »

د خوړو نړیوال پروګرام په افغانستان کې د لوږې پراخېدو ته اندېښنه ښودلې

د خوړو نړیوال پرګرام وايي چې څلور میلیونه شېدې خوړونکي ماشومان او امېندوارې مېرمنې مناسبو خوړو ته د نه لاسرسي له امله په خوارځواکۍ اخته دي. دې ادارې ویلي چې په افغانستان کې شاوخوا ۱۶ میلیونه کسان نه پوهېږي چې د بل څاښت ډوډۍ به له کومه پیدا کوي. د ...

Read More »

ملګري ملتونه سبا د افغانستان په اړه ناسته کوي

ملګرو ملتونو اعلان کړی، ټاکل شوې چې د یاد سازمان امنیت شورا سبا دوشنبه د کب ۷مه د افغانستان په اړه ناسته وکړي.  د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د خپلو پروګرامونو په لړلیک کې لیکلي  چې دا غونډه به د امریکا پر وخت سبا له غرمې مخکې په «ځانګړي» ...

Read More »

افغانستان کې د ښځو او نجونو په اغېزمن ګډون د ملګرو ملتونو ټینګار

ملګري ملتونه وایي چې افغان مېرمنې او نجونې باید د ژوند په ټولو برخو کې په اغېزمنه او بشپړه توګه ګډون ولري. ملګرو ملتونو په خپله اېکس پاڼه لیکلي چې انتونیو ګوترش، د تېرې اوونۍ د دوحې په غونډه کې یو ځل بیا د افغان نجونو او ښځو د زدکړو ...

Read More »

د کابل امنیې قومانداني وايي، ۲۸ زره روږدي کسان یې ټول کړي

د کابل امنیې قوماندانۍ مسوولین وایي، په تېرو دوو کلونو کې د کابل له بېلابېلو سیمو په نشه‌یي توکو ۲۸ زره روږدي کسانو راټول او د درملنې لپاره روغتون ته رسول شوي دي. د کابل د امنیې قوندانۍ ویاند، خالد ځدران ویلي، چې له دغو ډېر روږدي کسان یې له ...

Read More »

چین: د دوحې غونډې له ا.ا سره د خبرو اترو زمینه برابره نه کړای شوه

د افغانستان په چارو کې د چين ځانګړي استازي «يو شيائو یونګ» په دوحه کې د هېوادونو د ځانګړو استازو د دویمې ناستې په اړه ویلي، چې دې ناستې د ا.ا له چارواکو سره د خبرو اترو هغسې زمینه برابره نه کړه چې په وینا یې څنګه چې چین او ...

Read More »

رینا امیري: نړیواله ټولنه د افغانستان د ښځو او نجونو د ستونزو رسېدلو ته ژمنه ده

د بشري حقونو او افغان مېرمنو لپاره د امریکا ځانګړې استازې، رینا امیري وایي، چې نړیواله ټولنه د افغان نجونو او ښځو ستونزو رسېدلو ته ژمنه ده. امیري شنبه د کب ۵مه په خپله اېکس پاڼه د افغانستان په اړه د دوحې ناسته مهمه بللې او زیاته کړې یې ده: ...

Read More »