Home » افغانستان (page 44)

افغانستان

د ا.ا د چارواکو لخوا د امو حوزې نږدې شپېته زره ټنه خام تېل وپلورل شول

د کانونو او پټرولیم وزارت وايي، چې له امو حوزې څخه یې ۶۰ زره ټنه تېل استخراج کړي او د شاوخوا ۳۳میلیون ډالرو په ارزښت پلورلي دي. دغه وزارت سه شنبه د غبرګولی ۸مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دغه خام تېل د قشقري له سیمې استخراج شوي وو ...

Read More »

اروپایي ټولنې د افغانستان له سېلاب ځپلو سره ۲۰۰ زره یورو مرسته کوي

په افغانستان کې د اروپایي ټولنې استازي اعلان کړی چې ۲۰۰زره یورو، چې ۱۵.۵ میلیونه افغانۍ کېږي، د افغانستان له سېلاب ځپلو سره د بېړنیو بشري مرستو لپاره ځانګړې کړې دي. اروپايي ټولنې پرون دوشنبې د غبرګولي ۷مه په خبرپاڼه کې ویلي چې دا پیسې د افغانستان لوېدیځ، شمالي او ...

Read More »

یونیسف: په افغانستان کې هره ورځ ۲۲ زره سېلاب ځپلو ته اوبه چمتو کوو

یونیسف یا د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق اعلان کړی چې د افغانستان په سېلاب ځپلو سیمو کې د ورځې ۲۲ زره کسانو ته اوبه برابروي. دغه سازمان پرون یکشنبې د غبرګولي ۶مه په خپله اېکس پاڼه لیکلي چې په افغانستان کې وروستیو سېلابونو د اوبو رسولو ډېری سیستمونه ...

Read More »

د قطر سره میاشت په افغانستان کې ۱۰ روغتیایي مرکزونه جوړوي

د قطر سره میاشتې ټولنې اعلان کړی چې د افغانستان په محرومو سیمو کې ۱۰روغتیایي مرکزونه جوړوي. دې ادارې تېره شپه د غبرګولي۶مه د یوې خبرپاڼې په خپرولو ویلي دي چې د دې پروژې موخه په افغانستان کې د میندو او ماشومانو لپاره د روغتیایي ساتنې او روغتیایي خدماتو چمتو ...

Read More »

زابل کې د ترافیکي پېښې له امله درې تنه مړه او ۱۵ نور ټپیان شول

په زابل کې د ا.ا سیمه ییز چارواکي وايي، د کابل – کندهار پر لویه لار د یوه ۴۰۴ ډوله مسافر وړونکي بس د چپه کېدو له امله درې تنه مړه شوي او ۱۵ نور ټپیان شوي دي. دا پېښه د شنبې په ورځ د غبرګولي په ۵مه د زابل ...

Read More »

زابل کې د ترافیکي پېښې له امله درې تنه مړه او ۱۵ نور ټپیان شول

په زابل کې د ا.ا سیمه ییز چارواکي وايي، د کابل – کندهار پر لویه لار د یوه ۴۰۴ ډوله مسافر وړونکي بس د چپه کېدو له امله درې تنه مړه شوي او ۱۵ نور ټپیان شوي دي. دا پېښه د شنبې په ورځ د غبرګولي په ۵مه د زابل ...

Read More »

مجاهد: د دوحې په غونډه کې د افغانستان د ګډون شرایط لا نه دي نهايي شوي

د ا.ا ویاند، ذبیح الله مجاهد له رویداد خبري اژانس سره په مرکه کې ویلي چې د دوحې په تعقیبي غونډه کې د ا.ا د استازي د ګډون د ا.ا د چارواکو له خوا نه دي نهایي شوي او دا موضوع د ارزونې په حال کې ده. هغه تر دې ...

Read More »

بدخشان کې سېلابونو د یوې کورنۍ د لسو غړو ژوند واخیست

د بدخشان ولايت د طبيعي پېښو پر وړاندې د مبارزې رييس محمد کارمګار رسنيو ته ويلي، چې د دغه ولايت د مرکز فيض اباد ښار د نهمې ناحيې په “مورچک” کلي کې د سېلاب له امله د يوې کورنۍ لس غړي مړه شوي دي. د هغه په ​​وينا، له دې ...

Read More »

کندهار کې انارګل دوديزه، کلنۍ مشاعره جوړه شوه

تېر ماښام د کندهار د اطلاعاتو او کلتور ریاست لخوا د یاد ولایت د عینو مینې په ښارګوټي کې د «انارګل» کلنۍ مشاعره وشوه. په مشاعره کې د اطلاعات او کلتور سرپرست «م. خير الله خیرخواه» د کندهار والي «حاجي م. صاحب» د ا.ا ویاند «م. ذبیح الله مجاهد» د ...

Read More »

د هندوستان غوره لیګ (ای پي اېل) سیالیو پایلوبې ته د کلکتې نایټ رایډرز او سن رایزرس حیدراباد لوبډلو لار پیدا کړه.

ټاکل شوې دغه پایلوبه سبا یکشنبې د هند په چینای ښار کې ترسره شي. د کلکتې لوبډلې د یادو سیالیو د «پلی اف» په پړاو کې د حیدراباد لوبډلې ته ماتې ورکړې وه او پایلوبې ته یې نیغ په نیغه لار موندلې وه. د حیدراباد لوبډلې بیا پرون جمعه په ...

Read More »