Home » افغانستان (page 348)

افغانستان

د اسد په ۲۶ نېټه به بین الافغاني مذاکرات پیل سي

رویداد خبري آژانس

ځینو  رسنیو د حکومتي سرچینو له قوله ویلي چې د روانې اسد میاشتي په ۲۶ یا د اګسټ په شپاړسمه نېټه به د افغانانو ترمنځ د خبرو لومړی پړاو پيل شي.  بلخوا پرون د طالبانو د قطر دفتر ویاند سهیل شاهین یو شمیر رسنیو سره په خبرو کې ویلي چې ...

Read More »

ولسمشر غني: د ۴۰۰ طالب بندیانو د خوشي کولو فرمان به نن لاسلیک کړم

رویداد خبري آژانس

ولسمشر غني وايي د لویې جرګې د پرېکړې پر بنسټ به د ۴۰۰ طالب بندیانو د خوشي کولو فرمان به نن  لاسلیک کړي.  ولسمشر غني نن د سولې مشورتي لویې جرګې په وروستۍ ورځ په اختتامیه وینا کې وویل چې روانه جګړه یوازې د خبرو پر مټ پای ته رسېدی ...

Read More »

مارک ایسپر: په افغانستان کې د سرتېرو شمېر پنځو زرو ته راښکته کوو

رویداد خبري آژانس

د امریکا دفاع وزارت وایي د نومبر تر پایه به په افغانستان کې د خپلو سرتېرو شمېر تر پنځه زره هم راښکته کړو. د امریکا د دفاع وزیر مارک ایسپر په تازه مرکه کې ویلي، دوی له افغانستان د سرتېرو کمولو ته ادامه ورکوي. دده په خبره پرېکړه داسې ده ...

Read More »

د لویې جرګې د کاري کمېټو پرېکړه: طالب زندانیان دې خوشې او ښکېل لوري دې اوربند وکړي

رویداد خبري آژانس

د سولې مشورتي لویې جرګې دویمه ورځ پای ته رسېدلې ده او د یادې جرګې کاري کمېټو د نن ورځې پرېکړې اعلان کړې دي.  د ملي مصالحې له عالي شورا څخه خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د لویې جرګې کاري کمېټو ګڼ شمېر مشورې حکومت ته ورکړې دي چې ...

Read More »

له امریکا سره د اسلام اباد ژمنه: د افغانستان د سولې په مسئله کې هر اړخیزه همکاري کوو

رویداد خبري آژانس

پاکستان یو ځل بیا له امریکا سره ژمنه کړې چې د افغانستان د سولې په برخه کې به هر اړخیزه همکاري کوي.  د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي چې ددغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر محمود قریشي له خپل امریکایي سیال مایک پمپیو ...

Read More »

د بشري حقونو خپلواک کمیسیون: د طالبانو بندیان دې په مشروطه توګه خوشي کړل شي

د زندانیانو د خلاصون په تړاو د نړیوالې ټولنې اوسنۍ بې پروايي د اندېښنې وړ ده. د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون وایي حکومت دې د زندانیانو د خوشي کولو په پروسه کې نړیوالو تجربو ته وګوري او د طالبانو زندانیان دې په مشروطه توګه ازاد کړي. ددغه کمیسیون ...

Read More »

د سوداګرۍ او پانګونې خونه: د افغانستان په صادراتو کې ۶۰ سلنه کموالی راغلی دی

رویداد خبري آژانس

د سوداګرۍ او پانګونې خونې چارواکي وايي د هېواد په صادراتو کې ۶۰ سلنه کموالی راغلی او د صادراتو له روان حالت څخه اندېښمن دي. د صنعت اوسوداګرۍ وزارت چارواکي وايي د کرونا له امله نړیوالو مارکېټونو ته د افغان صادراتو د بیا پیل هڅې روانې دي. دوی زیاتوي چې ...

Read More »

عبدالله له بلقیس روشن سره د فزیکي برخورد د څېړلو غوښتنه وکړه

دافغانستان د ملي مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله  په ولسي جرګه کې د فراه د استازې بلقیس روشن په وړاندې د مشورتي لویې جرګې په لومړۍ ورځ د شوي چلند له کبله خواشیني ښودلې او د څېړلو امر کړی دی.ډاکټر عبدالله عبدالله، تېره شپه  پر خپل فیسبوک پاڼه ولیکل”: ...

Read More »

حنیف اتمر:له افغان ځواکونو سره د طالبانو روانه جګړه هېڅ ډول توجیه نه‌ لري

رویداد خبري آژانس

د افغانستان بهرنیو چارو سرپرست وزیر حنیف اتمر ویلي له افغان ځواکونو سره د طالبانو روانه جګړه کومه توجيه نه لري او هر څومره ژر چې وي طالبان باید تاوتریخوالی کم او له دولت سره مخامخ خبرو ته حاضر شي حنيف اتمر د هوور څیړنیز مرکز سره په خبرو کې ...

Read More »

پاکستان: افغان ځواکونو زموږ يو عسکر وژلی او درې نور يې ټپيان کړي دي

رویداد خبري آژانس

د پاکستان پوځ وايي افغان ځواکونو زموږ يو عسکر وژلی او درې نور يې ټپيان کړي دي. د پاکستان پوځ که څه هم د پېښې دقيق ځای نه دی روښانه کړی خو وايي تېره ورځ ناوخته افغان ځواکونو پر پاکستاني پوستو د درنو او سپکو وسلو بریدونه کړي دي. د ...

Read More »