دافغانستان د مصالحې عالي شورا مشرعبدالله عبدالله له ټیم لس معرفي شوي نوماند وزیران تر دې دمه په رسمي توګه خپلو دندو ته نه دي معرفي شوي. ولسمشر د یوه فرمان له لارې د داکټر عبدالله د ټيم لس کسان د لسو وزارتونو لپاره د سرپرست او نوماند وزیرانو په ...
Read More »اروپايي ټولنه:د بین الافغاني مذاکراتو د پیل لپاره دې نور وخت نه ضایع کېږي
اروپايي ټولنه وايي افغان جګړه نظامي حل نه لري او ددې وخت دی چې ژر تر ژره بین الافغاني خبرې پيل شي او ددغه خبرو د پیل لپاره دې نور وخت نه ضایع کېږي. ددغه ټولنې له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي ډېری غړي هېوادونه یې په دې ...
Read More »غور کې ماین چاودنو څلور ملکيان وژلي
د غور ولایت سیمهییز امنیتي چارواکي وایي چې د دغه ولایت په دولتیار او تولک ولسوالیو کې ماین چاودنو څلور ملکي وګړي وژلي دي. د غور د پولیسو ویاند معروف رامش د یادو پېښو د پخلي تر څنګ ویلي چې لومړۍ چاودنه د دولتیار ولسوالۍ په بند علي سیمه کې ...
Read More »روغتیا وزارت:په افغانستان کې د کرونا ۷۴ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وایي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د هېواد په بیلابیلو ولایتونو کې د کرونا وبا ۷۴ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې دي، له دې سره پر یادې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ۳۸ زره او ۳۹۸ ته رسېدلی دی. د یاد وزارت په ...
Read More »له افغانستان اوعراق؛ستانه شوي ډېری امریکایي پوځیان په رواني ناروغیو اخته دي
د امریکا د رواني ناروغیو ملي شورا په نامه یو بنسټ په خپل راپور کې ویلي چې د افغانستان او عراق له جګړو بېرته خپل هېواد ته ستانه شوي ۳۰ سلنه امریکایي پوځیان په رواني ناروغیو اخته شوي دي. ډيلي کالر ویبپاڼې د یادې ادارې په حواله راپور ورکړی دی ...
Read More »فریدون خوځون:د ملي مصالحې شورا د رهبرۍ د غړو ټاکلو لپاره د هېواد د سیاسي او جهادي شخصیتونو سره لیدنې پیل کړي
د افغانستان د ملي پخلاینې عالي شورا وايي، ډاکټر عبدالله عبدالله د یادې شورا د رهبرۍ د غړو ټاکلو لپاره د هیواد د سیاسي او جهادي شخصیتونو سره لیدنې پيل کړي دي. د پخلاینې عالي شورا ویاند فریدون خوځون نن یکشنبه سپټمبر ۶ (وږې ۱۶) یوې رسنۍ ته په لېږلي ...
Read More »د بین الافغاني خبرو لپاره طالبانو خپل مذاکراتي پلاوی اعلان کړ
د سولې خبرو لپاره وسله والو طالبانو پرون ماښام خپل مذاکراتي پلاوی اعلان کړل. د طالبانو پلاوی یو ویشت غړي لري چې مشري به یې مولوي عبدالحکیم کوي.شیر محمد عباس ستانکزی د دغه پلاوي مرستیال او محمد نعیم وردګ د سیاسي دفتر ویاند په توګه غوره شوی. بل لور ته ...
Read More »هند او ایران:د افغان سولې برخه کې د سیمه ییزو هېوادونو همکاري اړینه ده
راپورونه وایي چې د هند د دفاع وزیر رنجیت سینګ له خپل ایراني سیال امیر حاتمي سره په لیدنه کې د دوه اړخیزو موضوعاتو سربیره پر افغان سوله او ثبات هم خبرې اترې کړې دي. د هند د دفاع وزارت له لوري خپرې شوې اعلامیه کې راغلي چې په دې ...
Read More »سیمهییز چارواکي:غزني کې یو سرتېري له ډېرې تندې ساه ورکړې
د غزني ولایت سیمهییز چارواکي وایي چې غزني ولایت کې یو سرتېري له ډېرې تندې ساه ورکړې ده. د غزني د ولایتي شورا مرستیال امان الله کامراني ویلي چې د غزني ولایت اړوند ارزو سیمه کې یو سرتېري د تندې له امله ساه ورکړې ده. هغه ویلي چې په یاده ...
Read More »اسدالله خالد:د سولې هڅو سره سره د جګړې ډګر لا تود شوی
دافغانستان دملي دفاع وزارت سرپرست اسدالله خالد وایي، په داسې حال کې چې د دولت مذاکراتي پلاوی له طالبانو سره مخامخ خبرو ته چمتوالی نیسي او د سولې هڅې ګړندۍ شوې دي خو نه یوازې دا چې تاوتریخوالی کم شوی نه دی بلکې لا یې شدت موندلی دی. اسدالله خالد ...
Read More »
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس