Home » افغانستان (page 315)

افغانستان

افغان ولسمشر یو ځل بیا له طالب وسله والو د اوربند غوښتنه کړې

رویداد خبري آژانس

افغان ولسمشر محمد اشرف غني یو ځل بیا له طالبانو د اوربند غوښتنه کړې ده. د ولسمشرۍ ماڼۍ له مطبوعاتي دفتره په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې افغانان له جګړو ستړي شوي دي او باید د تاوتریخوالي اوسنۍ کچه راکمه کړل شي. ولسمشر غني په دغه خبرپاڼه کې ...

Read More »

روغتیا وزارت:په افغانستان کې د کوویدـ۱۹ ۲۲ تازه پېښې ثبت شوې

رویداد خبري آژانس

دافغانستان د عامې روغتیا وزارت ویلي، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس ۲۲ مثبتې پېښې ثبت شوې دي. تازه ثبت شوې پېښې په بلخ، ننګرهار او کونړ ولایتونو کې ثبت شوې دي. له تازه ثبت شویو پېښو سره په هېواد کې په کرونا ویروس د اخته کسانو ...

Read More »

رونالډ کوبیا:طالبان دې تاوتریخوالی پای ته ورسوي

رویداد خبري آژانس

اروپايي ټولنه وايي، طالبان بايد د سیاسي عمل وړتیا وښيي، نه دا چې د اورپکو په څېر وسلې وکاروي. د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي رونالډ کوبيا پر خپل ټوېټر ليکلي:د خبرو اترو د نوي فصل په پيلېدو سره، دا د تل لپاره سوداګري نه شي کېدای، طالبان ...

Read More »

روغتیا وزارت:په افغانستان کې د کرونا ۱۷ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې

رویداد خبري آژانس

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وایي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د کرونا وبا ۲۶۵ نمونې څېړل شوې دي چې له ډلې یې یوازې د ۱۷ هغو پایله مثبته وه، له دې سره پر یادې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ۳۸ زره ...

Read More »

د دفاع وزیر:د سولې د خبرو ملاتړی یم، خو جګړې ته هم بشپړ تیاری لرو

رویداد خبري آژانس

د افغانستان د ملي دفاع سرپرست وزیر وایي د سولې له خبرو سره هممهاله د خونړیو جګړو دوام د منلو وړ نه دی. نوموړي نن پنجشنبې د سپتمبر۱۷( وږي۲۷) په یوه غونډه کې د خبرو پر مهال وویل دی هیله لري چې د سولې خبرې یوې پایلې ته ورسېږي، خو ...

Read More »

یوناما په افغانستان کې خپل ماموریت د یوه کال لپاره نور هم تمدید کړ

رویداد خبري آژانس

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازوالۍ یا یوناما ماموریت په دغه هیواد کې د ۲۰۲۱ کال د سپټمبر تر ۱۵ مې د یو کال لپاره نور هم وغځول شو. یاده پرېکړه پرون سې شنبه سپټمبر۱۵ د (وږي۲۶) د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې شوې ...

Read More »

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر تاجکستان ته تللی

رویداد خبري آژانس

د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر محمد حنیف اتمر د یوه لوړپوړي پلاوي په مشرۍ تاجکستان ته تللی دی. د بهرنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې اتمر به په دې سفر کې د تاجکستان له ولسمشر امام علي رحمان، ددغه هېواد له لومړي وزیر، بهرنیو چارو وزیر او ...

Read More »

ډاکټر نعیم:مذاکراتو لپاره اجنډا لرو چې په هغه کې د راتلونکې نظام جوړښت هم شامل دی

رویداد خبري آژانس

د طالبانو مذاکراتي ټیم وایي چې د حکومت پر جوړښت یې بحثونه په اجنډا کې شامل دي. په قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر ویاند ډاکټر نعیم له طلوع نیوز سره په خپله یوه تازه مرکه کې ویلي دي، دوی ددې غوښتونکي دي چې په افغانستان کې روانې خونړۍ جګړې ...

Read More »

کنوال سیبل:که طالبان په زور واک ته ورسېږي پر سیمه به منفي اغیز وکړي

رویداد خبري آژانس

یوه پخواني هندي ديپلومات کنوال سیبل ویلي هند په افغانستان کې د طالبانو له پیاوړتیا او دغه راز د پاکستان له اقداماتو اندېښنه لري. دده په خبره طالبان د پاکستان تر اغېز لاندې دي او د پاکستان او هند ترمنځ کشمکش به د اسلام اباد له لوري د هند پر ...

Read More »

ولسمشرۍ ماڼۍ:سي بي ایس سره د طالبانو خبرې ناهیلي کوونکې دي

رویداد خبري آژانس

له سي بي ایس نیوز سره د طالبانو د مذاکراتي ټیم د غړو وروستۍ خبرې د سولې روحیې خلاف بللې دي. د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي ویلي، د طالبانو دا خبرې چې غواړي د افغان ځواکونو مسوولیت پر غاړه واخلي، د سولې روحیې خلاف دي. هغه زیاته کړې، د طالبانو ...

Read More »