Home » افغانستان (page 226)

افغانستان

خلیلزاد قزاقستان د افغان سولې په بهیر کې همکارۍ ته هڅولی

رویداد خبري آژانس

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد قزاقستان د افغان سولې سره همکارۍ ته هڅولی دی. خلیلزاد چې د جون له پنځمې یې کابل، دوحه او د سیمې د یو شمېر نورو هېوادونو پلازمېنو ته سفر پیل کړی، پرون یکشنبې په ورځ (د غبرګولي ۲۳مه نېټه) ...

Read More »

جو بایډن نن د ناټو له غړو هېوادونو سره پر افغانستان خبرې کوي

رویداد خبري آژانس

ټاکل شوې چې د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر جو بایدن نن یکشنبه (د غبرګولي ۲۴مه نېټه) د ناټو له غړو هېوادونو سره پر افغانستان او نورو مسایلو خبرې وکړي. د بهرنیو رسنیو د راپورونو له مخې نن جو بايډن په بروکسل کې د ناټو له شاوخوا دېرشو غړو هېوادونو سره ...

Read More »

اردوغان:د بهرنیو ځواکونه تر وتلو وروسته ترکیه یوازینی د باور وړ هېواد وي، چې افغانستان به باثباته کړي

رویداد خبري آژانس

د فرانسې خبري اژانس داسې رپوټ خپور کړی، چې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان پرون ویلي، چې له افغانستانه د امریکايي ځواکونه تر وتلو وروسته به، ترکیه “یوازینی د باور وړ” هېواد وي، چې افغانستان به باثباته کړي. اردوغان ویلي، امریکا د ناټو پر ملګرو باور کولی شي. اردوغان ...

Read More »

مجروح: د اکسیجن د کمښت ستونزه مخ په حل کېدو ده

رویداد خبري آژانس

د افغانستان د عامې روغتیا سرپرست وزیر وحید مجروح وایي په روغتونونو کې د اکسیجن د کمښت ستونزه مخ په حل کېدوه ده. د عامې روغتیا سرپرست وزیر وحید مجروح نن یکشنبه (د غبرګولي۲۳مه نېټه) په کابل کې یوه خبري غونډه کې ویلي، چې د کرونا ویروس د درېیمې څپې ...

Read More »

د ملګرو ملتونو استازی: افغانستان کې د تاوتریخوالي زیاتوالی د نه‌منلو وړ دی

رویداد خبري آژانس

د افغانستان او سیمې لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي استازي ژان ارنولد په افغانستان کې د تاوتریخوالي زیاتوالی د نه منلو وړ وباله. د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د اعلامیې له مخې ښاغلي ارنولد پرون له حنیف اتمر سره د سولې د بهیر د چټکېدو پر اهمیت ...

Read More »

اروپايي ټولنه: طالبان دې د تاوتريخوالي په کمولو سره اسلامي ارزښتونو درناوی وکړي

رویداد خبري آژانس

اروپايي ټولنې په افغانستان کې د وسله‌والو طالبانو له لوري د تاوتريخوالي پر زياتېدو اندېښنه څرکنده کړې او پر ياده ډلې يې غږ کړی چې پر عامو خلکو او امنيتي ځواکونو دې بريد ودروي. د اروپايي ټولنې پارلمان پرون د يوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي، افغان حکومت د سولې ...

Read More »

پنټاګون: ډېر احتمال شته امريکايي ځواکونه بيا افغانستان ته ستانه شي

رویداد خبري آژانس

د امريکا دفاع وزارت چارواکو د هغه قوي احتمال په اړه خبر ورکړی چې ګواکې امريکايي ځواکونه به د دې پر ځای چې په بشپړه توګه له افغانستان ووځي، بېرته دغه هېواد ته ستانه شي. دا څرګندونې په استخباراتي او امنيتي برخو کې د پنټاګون مرستيال رونالډ مولټري پرون د ...

Read More »

ولسمشر: واکسین د ژوند ډالۍ ده د چین له مرستو مننه کوو

رویداد خبري آژانس

د چین اووه سوه زره ډوزه کرونا ضد واکسین او د پنځه میلیونه ډالرو په ارزښت مرسته شوي نور طبي توکي کابل ته را رسېدلي دي. افغان ولسمشرمحمد اشرف غني نن شنبه (د غبرګولي ۲۲مه نېټه) په چهار چنار ماڼۍ کې په همدې تړاو جوړې شوې غونډې ته ویلي چې ...

Read More »

د بښنې نړیوال سازمان: نړیواله ټولنه دې له افغانستان سره روغتیايي مرستې وکړي

رویداد خبري آژانس

د بښنې نړیوال سازمان د افغان له حکومته وغوښتل چې ژره تر ژره دې اکسیجن د کموالي د ستونزې د حل او کرونا ویروس ضد واکسین د تطبیق لپاره اقدام ورکړي. دغه سازمان پرون جمعې د په ورځ (د غبرګولي ۲۱مه) په یوه خبرپاڼه کې غوښتنه کړې چې د نړیوالې ...

Read More »

ناټو؛ د دوشنبې په ورځ د افغانستان په اړه خبرې کوي

رویداد خبري آژانس

د ناټو عمومي منشي ینس سټولنټبرګ وایي د دې سازمان په سرمشریزه کې د نورو موضوعاتو ترڅنګ پر افغانستان هم بحث کېړي. سټولټنبرګ پرون په بروکسل کې د یوه خبري کنفرانس پر مهال له افغان ځواکونو سره د دغه پوځي تړون د ملاتړ ډاډ ورکړ: “موږ به دغه راز د ...

Read More »