ټاکل شوې چې په نږدې راتلونکي کې د افغانستان او ايراني محصولاتو يو ګډ نندارتون، د دواړو هېوادونو د سوداګرو او دولتي استازو په ګډون سره په هرات کې جوړ شي. په همدې تړاو په هرات کې د ايران کونسل محمد صديق فر د هرات له والي نور احمد اسلام ...
Read More »ملګري ملتونه په افغانستان کې د بشري حقونو د نقض په اړه څېړنې کوي
ملګرو ملتونو پرون يکشنبه د (غويي په ۲۵مه) خبر ورکړی چې د افغانستان لپاره د دې سازمان د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي رېچارډ بنت په مشرۍ يوه پلاوي افغانستان ته سفر پيل کړی. دې سازمان ويلي، چې د ياد سفر موخه د هغو بشري حقونو د نقض په اړه ...
Read More »سېګار: بېوزلۍ او تنګلاسۍ په افغانستان کې د پښتورګو پلورل زيات کړي
د افغانستان بيا رغونې لپاره د امريکا ځانګړي مفتش يا سېګار پرون يکشنبه ناوخته د (غويي په ۲۵مه) د خوړو نړيوال پروګرام او د نورو نړيوالو بنسټونو د راپورونو پر بنسټ خبر ورکړی، چې په افغانستان کې د بېوزلۍ زياتېدو له امله خلک مجبور شوي څو د بدن ځيني غړي ...
Read More »خوړو نړيوال پروګرام: افغانستان کې ۱۸ ميليونه کسان له سختې لوږې سره مخ دي
د خوړو نړيوال پروګرام په يوه تازه بيان کې په افغانستان کې د لوږې وضعيت ته اشاره کړې او ويلي يې دي، چې دغلته د شديدې لوږې ګراف ورځ تر بلې د لوړېدو په حال کې دی. دې ادارې ويلي، چې د لوږې ګراف لوړېدو ته په اشارې سره دامهال ...
Read More »مسيدو جرګې په پکتيکا کې د تحريک طالبان پاکستان له مشرانو سره ليدلي
د وزيرستان مسيدو جرګې غړو چې د يادې سيمې له قومي مشرانو جوړه ده، د تحريک طالبان پاکستان يا TTP ډلې له مشرانو سره په قبايلي سيمو کې د امنيت ټينګښت په اړه خبرې کړي دي. د جرګې غړو ويلي، چې د ټيټيپي ډلې له مشرانو سره يې د پکتيکا ...
Read More »په ايران کې له نومليکنې پاتې افغان کډوال له دې هېواد وېستل کېږي
ايراني چارواکي وايي، له نږدې دوو مياشتو راهيسې يې په دې هېواد کې د افغان کډوالو د ثبت او راجسټر لړۍ پيل کړې او په خبره يې تمه ده، چې د يادې لړۍ تر بشپړېدو پورې به ټول هغه افغان کډوالو راجسټر شي، چې ايران ته کډوال شوي دي. د ...
Read More »ماليې وزارت د روان مالي کال ملي بوديجې طرحه اعلان کړه
د سرپرست حکومت وزيرانو شورا نن شنبه د (غويي په ۲۴مه) د روان ۱۴۰۱ مالي کال بوديجه تصويب کړه او اړوند ارګانونو ته يې په منظمه توګه د يادې بوديجې د لګولو سپارښتنه وکړه. له دې سره ماليې وزارت هم د بوديجې طرحې د ارزښت په اړه جزيات خپاره کړي ...
Read More »جان بولټن: له افغانستان څخه د سرتېرو ويستل د امريکا ستراتيژيکه تېروتنه ده
د امريکا د ملي امنيت پخواني سلاکار جان بولټن د دې هېواد د اوسني ولسمشر پر هغې تګلارې نيوکه کړې، چې له مخې يې له افغانستان څخه د امريکايي او نور بهرني ځواکونه له افغانستان ووتل. نوموړي له امريکا غږ سره په تازه مرکه کې ويلي، چې د ولسمشر بايډن ...
Read More »سرچينه: په کابل کې د پاکستان او ټيټيپي ترمنځ مذاکرات روان دي
د پاکستان يوې معتبرې سرچينې ويلي، چې د پاکستان يو پلاوی افغانستان ته په سفر تللی او دغلته يې د افغان ط.البانو په منځګړيتوب د تحريک طالبان پاکستان ډلې سره مذاکرات د سولې مذاکرات پيل کړي دي. دې سرچينې د نومو نه ښودلو په شرط له مشال راډيو سره په ...
Read More »د روسيې او تاجکستان ولسمشران د افغانستان پر وضعيت غږېدلي
د روسيې ټاس خبري اژانس خبر ورکړی چې د تاجکستان او روسيې ولسمشرانو پرون جمعه د (غويي په ۲۳مه) د افغانستان-تاجکستان ترمنځ د ګډې پولې پر وضعيت خبرې کړې دي. ټاس خبري اژانس د تاجکستان د ولسمشر دفتر په حواله لېکلي، چې امام علي رحمان او ولاديمير پوتين په افغانستان ...
Read More »
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس