په کابل کې د ايران د سفارت يو پلاوی د لومړي ځل لپاره خوست ولايت ته تللی او دغلته يې د ايراني سوداګرو لپاره د پانګونې په موخه وضعيت ارزولی دی. دې پلاوي ويلي، ايراني پانګوال او سوداګر چمتوو دي چې په خوست کې پانګونه وکړي او هم په دې ...
Read More »د بندرونو عصري کولو په موخه له بهرنۍ کمپنۍ سره د قرارداد کولو پرېکړه وشوه
د رئيسالوزرا لومړي مرستيال عبدالغني برادر په مشرۍ اقتصادي کمېسيون په يوه تازه اقدام کې پرېکړه کړې، چې د هېواد ټولو بندرونو د عصري کولو په موخه دې د DP World په نوم له بهرنۍ کمپنۍ سره قرارداد وشي. د دې کمېسيون په پرېکړه کې ويل شوي، چې د قرارداد ...
Read More »پښتين په قبايلي سيمو کې د نوې جګړې د احتمالي پيلېدو خبرداری ورکړی
د پښتون ژغورنې غورځنګ پرون يکشنبه د (غبرګولي په ۱۵مه) د سوېلي وزيرستان په واڼه کې لويه ولسي غونډه چې د نوموړي غورځنګ زرګونه پلويانو په کې ګډون کړی و، ترسره کړه. دې غونډه د وينا پرمهال د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پښتين وويل، چې په قبايلي سيمو ...
Read More »افغان لوبډله نن د زيمبابوې پر وړاندې د کرکټ دويمه لوبه ترسره کوي
ټاکل شوې چې د افغانستان کرکټ ملي لوبډله نن دوشنبه د (غبرګولي په ۱۶مه) د ۲۰۲۳ زېږديز کال د نړيوال جام سوپر ليګ سياليو په لړ کې خپله دويمه يو ورځنۍ لوبه د زيمبابوې لوبډلې پر وړاندې ترسره کړي. د افغانستان کرکټ بورډ چارواکي وايي، چې افغان لوبډله له زيمبابوې ...
Read More »ملګري ملتونه: په افغانستان کې بشري وضعيت لا هم بحراني دی
ملګرو ملتونو يو بيا په افغانستان کې پر موجوده بشري وضعيت اندېښنه ښودلې او ويلي يې دي، چې لا هم په دې هېواد کې بشري وضعيت د ناورين په کچه کې پاتې دی. د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ يا UNHCR تازه نن يکشنبه د (غبرګولي په ۱۵مه) ...
Read More »حکومت په افغانستان کې د مذهبي ازادۍ محدودېدو په تړاو د امريکا راپور رد کړ
اسلامي امارت د امريکا متحده ايالاتو د بهرنيو چارو وزارت هغه راپور رد کړ، چې په کې يې په افغانستان کې د مذهبي ازادۍ د محدودېدو ادعا کړې وه. د امريکا بهرنيو چارو وزارت په خپل راپور کې چې پرون شنبه د (غبرګولي په ۱۴مه) يې خپور کړی ويلي، چې ...
Read More »نن په سوېلي وزيرستان کې د پښتون ژغورنې غورځنګ لويه غونډه ترسره کوي
ټاکل شوې نن يکشنبه د (غبرګولي په ۱۵مه) د سوېلي وزيرستان په مرکز واڼه کې د پښتون ژغورنې غورځنګ له لوري پراخه ولسي غونډه ترسره شي. د پښتون ژغورنې غورځنګ غړو له رويداد خبري اژانس سره په خبرو کې وايي، چې په دې غونډه کې به د نوموړي غورځنګ د ...
Read More »نړيوال بانک افغانستان ته د ۷۹۳ ميليون ډالرو په ارزښت درې پروژې تصويب کړې
د افغانستان د رغولو نړيوال صندوق او نړيوال بانک خبر ورکړی، چې تازه يې د افغانستان لپاره په بېلابېلو برخو کې د ۷۹۳ ميليون ډالرو په ارزښت درې پروژې تصويب کړي دي. نړيوال بانک نن شنبه د (غبرګولي په ۱۴مه) يوه اعلاميه کې ويلي، چې يادې پروژې د خوراکي توکو ...
Read More »“ط.البان او نړيوال مرستندويان دې د افغانستان اقتصاد په پرانيستو کې ګډ عمل وکړي”
د بشري حقونو د څار نړيوال سازمان يو وار بيا په افغانستان کې پر روان بشري ناورين اندېښنه ښودلې او ويلي يې دي، چې لا هم په نوموړي هېواد کې بشري ناورين نه دی مهار شوی. د بشري حقونو د څار نړيول سازمان د ښځو برخې مسوولې هيدر بار په ...
Read More »د افغانستان کرکټ ملي لوبډله نن د زيمبابوې لوبډلې پر وړاندې لوبېږي
ټاکل شوې نن شنبه د (غبرګولي په ۱۴مه) د افغانستان کرکټ ملي لوبډله د زيمبابوې کرکټ ملي لوبډلې پر وړاندې د ۵۰ اووريزې نړالې رسمي لوبلړۍ په لومړه لوبه کې ولوبېږي. د افغانستان کرکټ بورډ مسوولان وايي، افغان لوبډلې د يادو لوبو لپاره پوره چمتووالی نيولی دی او باوري دي ...
Read More »
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس