ديفنس آن نشریې د افغانستان د مسایلو له څارونکو سره په یوه مرکه کې د سولې او اوربند په برخه کې د خنډونو په اړه خبرې کړې دي.
دغه شنونکو ویلي چې د طالبانو او داعش تر څنګ په افغانستان کې فاسد چارواکي او همدا راز ځایي قومندانان د دایمي سولې لپاره ستر خنډونه دي.
نشریه کاږي سره له دې چې په افغانستان کې ځینې ډلې مستقیمې په جګړه کې ښکېلې دي او ددوی ښکېلتیا له سولې سره د مخالفت په مانا ده، خو په افغان حکومت کې مفسد چارواکي او همدا راز ځینې زورواکي او محلي قومندانان هم هغه څه دي چې د افغان سولې په برخه کې خنډونه جوړولی شي.
ددوی په خبره د افغان سولې لپاره اوږدمهاله او هر اړخیزه کار ته اړتیا ده او په دغه هېواد کې باید روانه جګړه ژر تر ژره ختمه کړل شي.