Home » افغانستان » افغان حکومت:نړیوال او پاکستان دې طالب وسله وال اوربند او سولې ته وهڅوي
رویداد خبري آژانس

افغان حکومت:نړیوال او پاکستان دې طالب وسله وال اوربند او سولې ته وهڅوي

افغان حکومت وایي پاکستان دې طالبان د جګړې کمولو او اوربند ته وهڅوي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې افغان حکومت د سولې په برخه کې د ټولو هېوادونو همکاریو ته په درنه سترګه ګوري.

د یاد وزارت ، د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر پر وروستیو څرګندونو غبرګون ښودلی او ویلي یې دي دغه هېواد ته په کار ده چې طالبان سولې او دایمي اوربند ته وهڅوي.

بهرنیو چارو وزارت وایي افغان حکومت په ځلونو سولې ته خپله ژمنتیا ښودلې ده خو طالبانو تر اوسه پر خپلو ژمنو عمل نه دی کړی، جګړې یې ډېرې کړې دي او د معنادارې سولې له بهیر سره مرسته نه کوي.

بهرنیو چارو وزارت یو ځل بیا سولې ته د طالبانو د هڅولو په برخه کې د نړیوالو فشار او همکاري مهم بللي دي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

د ناروې د کډوالو شورا: له جګړو بیځایه شوي افغانان بیړنیو مرستو ته ضرورت لري

د ناروې د کډوالو شورا ...