Home » سیمه او نړی » په هند کې یوه ښځه یو کال په تشناب کې بندي وه
رویداد خبري آژانس

په هند کې یوه ښځه یو کال په تشناب کې بندي وه

په هند کې چارواکي وايي هغه ښځه یې ژغورلې ده چې مېړه یې له شاوخوا یو کال راهېسې په تشناب کې بندې کړې وه.

په هند کې د ښځو د ژغورنې او ماشومانو د واده د مخنیوي اداره وايي چې د ښځې مېړه نریش ادعا کوي‌ چې مېرمن یې رواني ‌تکلیف لره او خپله یې نه غوښتل چې له تشناب څخه ووځي.

نوموړي ویلي دي‌ چې خپله ښځه یې څو وار ډاکټر ته هم بیولې ده چې د رواني رنځ درمل یې وکړي.

خو په هند کې د ښځو د ژغورنې او ماشومانو د واده د مخنیوي د ادارې مشر رجني ګوپتا وویل چې داسې نه ښکاري دا ښځه دې رواني تکلیف ولري.

هغه د دغې ښځې د ژغورنې د عملیاتو مشري‌ کوله.

نوموړي‌ وویل چې دا ښځه وږې ساتل شوې وه او اوس پولیسو پلټنې پیل کړي‌ دي.

سره له دې چې هند د ښځو سره د زور زیاتي قانون جدي پلي کوي، بیا هم دغه هېواد کې د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي او پر ښځو د جنسي تیري پېښې کیږي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...