Home » افغانستان » حامد کرزي؛هېواد کې پر وروستیو تلفاتو ژوره اندېښنه څرګنده کړې

حامد کرزي؛هېواد کې پر وروستیو تلفاتو ژوره اندېښنه څرګنده کړې

پخواني ولسمشر حامد کرزي، په هېواد کې د جګړې پر دوام او د تلفاتو پر ډېروالي خپله ژوره خواشیني څرګنده کړې ده.

د کرزي له مطبوعاتي دفتره خپرې شوې خبرپاڼه کې په کندز کې هوایي برید او پکتیا او بلخ ولایتونو کې وروستیو چاودنو ته په اشارې راغلي،

پخوانی ولسمشر دا ظالمانه کړنې په کلکو ټکو غندي او په هېواد کې د جګړې له ښکېلو افغاني لوریو غوښتنه کوي چې د سولې د مذاکراتو د بریالیتوب او دغه راز د افغانانو د ژوند خوندیتابه لپاره دې له تاوتریخوالي په کلکه ډډه وکړي او تر هر څه وړاندې دې په هېواد کې پر تلپاتي او سراسري اوربند یوې هوکړې ته سره ورسېږي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

د ناروې د کډوالو شورا: له جګړو بیځایه شوي افغانان بیړنیو مرستو ته ضرورت لري

د ناروې د کډوالو شورا ...