
د اقتصادي پرمختګ په چارو کې د افغان ولسمشر ځانګړی استازی محمد یوسف غضنفر پرون په حق ورسېد.
ولسمشر اشرف غني تېر ماښام په خپل فیسبوک پاڼه لیکلي چې د اقتصادي-سوداګريز پرمختګ او د بېوزلۍ د کمولو په چارو کې د ده ځانګړی استازی په ‘کووېډ-۱۹’ د اخته کېدو له کبله په حق رسېدلی دی.
ښاغلي غني د نوموړي پر مړینه خواشیني څرګنده کړې او لیکلي دي، چې یوسف غضنفر د افغانستان د ابادۍ او له بېوزلو خلکو سره د مرستې لپاره جدي کار پیل کړی و او مړینهیې د هېواد او نظام لپاره لویه ضایعه ده.
یوسف غضنفر چې په ۱۳۴۴ هـ.ل کال کې په بلخ ولایت کې زېږېدلی و، د هېواد د نامتو سوداګرو له ډلې و او د ۱۳۹۸ کال په انتخاباتو کې یې د ولسمشر غني په دوهم ځل بریا کې مهم رول ولوباوه.
یوسف غضنفر د ولسي جرګې په ۱۵مه دوره کې د بلخ د خلکو استازی هم و.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس