د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) او د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) په یوه ګډ راپور کې ویلي، د ۲۰۲۳ کال له سپټمبر میاشتې څخه د ۲۰۲۶ کال د اکټوبر تر ۱۷مې پورې، له پاکستان څخه ۲ میلیونه او ۷۴۴ زره او ۶۸ افغانان هېواد ته راستانه شوي دي.
د راپور له مخې، په راستانه شویو کسانو کې ۲۷۸ زره او ۷۵۸ کسان په جبري توګه له پاکستان څخه ایستل شوي دي.
دغه راپور چې د اکټوبر په ۲۲مه خپور شوی، ښيي چې یوازې د اکټوبر له ۱۱مې تر ۱۷مې پورې، د تورخم، چمن او بهرامچې له لارو ۳ زره او ۸۸۳ افغانان افغانستان ته راستانه شوي دي، چې له ډلې یې ۴۹۹ کسان په جبري توګه ایستل شوي دي.
راپور زیاتوي چې په همدې یوه اوونۍ کې په پاکستان کې ۵۱۷ افغانان نیول شوي او توقیف شوي دي. د راپور د شمېرو له مخې، د افغانانو د نیولو او توقیف کچه د تېرې اوونۍ په پرتله ۴۷ سلنه کمه شوې ده.
کډوال
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس