یوناني چارواکو خبر ورکړی چې د دغه هیواد په ختیځ د روډس ټاپو ته نژدې سیمه کې د یوې کېښتۍ د چپه کېدو په پېښه کې ۸ افغان کډوال مړه شوي او ګڼ شمیر نور ټپیان شوي دي.
چارواکو ویلي چې د پیښې په ځای کې یې عملیات پیل کړي چې پرمهال یې دولس یې نارینه، درې ښځې او درې ماشومان ژغورل شوي.
چارواکو همدارنګه ویلي چې یوشمیرژغورل شوي په روغتون کې بسترشوي چې د یوه وضعیت یې نازک دی. د یونان چارواکو د دغې پیښې په تړاو د دوو ترک اتباعو د نیولو خبرورکړی او پرهغوی یې د قاچاق وړونکو تور پورې کړی دی
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس