Home » افغانستان » د عامې روغتیا وزارت: په هېواد کې د شري ناروغي زیاته شوې

د عامې روغتیا وزارت: په هېواد کې د شري ناروغي زیاته شوې

د عامې روغتیا وزارت مسوولان خبر ورکوي چې په افغانستان کې د تېر کال په پرتله سږ کال په ماشومانو کې د شري ناروغي زیاته شوې ده.

د یاد وزارت ویاند شرافت زمان امرخېل (یکشنبې، د لړم۱۳مه) ویلي، سږکال په ټول هېواد کې په ماشومانو کې د شري ناروغۍ شپږ زره مثبتې پېښې ثبت شوې دي.

هغه زیاتوي، دغه وزارت غواړي د راتلونکي میلادي کال په پیل کې د شري ناروغۍ د واکسين ملي کمپاین پلی کړي چې په کې به ۱۶ میلیونه له لس کلونو کم عمره ماشومان واکسین شي.

له دې څو ورځې وړاندې د روغتیا نړیوال سازمان هم په افغانستان د شري د ناروغۍ په زیاتېدو اندېښنه ښودلې وه او ویلي یې وو، چې اوسمهال په دغه هېواد کې د شري ټولې پېښې څه باندې ۵۲ زرو ته رسېږي.

دا په داسې حال ده چې ډاکتران وایي په ماشومانو کې زکام، ډېره تبه، د اشتها کمېدل او ټوخی د شري ناروغۍ نښې دي او کورنۍ کولای شي، د دې نښو په لیدلو سره خپل ماشومان د درملنې لپاره روغتیايي مرکزونو ته بوځي، څو د دغې ناروغۍ د لا پراخېدو مخه ونیول شي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

د ناروې د کډوالو شورا: له جګړو بیځایه شوي افغانان بیړنیو مرستو ته ضرورت لري

د ناروې د کډوالو شورا ...