Home » افغانستان » د رویداد خبري اژانس د تاسیس پنځمه کلیزه ونمانځل شوه

د رویداد خبري اژانس د تاسیس پنځمه کلیزه ونمانځل شوه

د رویداد خبري اژانس د تاسیس د پنځمې کلیزې په پار او د خپل وروستي یو کال فعالیتونو د یادولو او همداراز د ښځینه متشبثینو او نوښتګرو ځوانانو د فعالیتونو روښانولو په موخه د «خصوصي سکټور په وده او پیاوړتیا کې د رسنیو رول» تر عنوان لاندې غونډه (شنبې، د لړم۵مه) ترسره شوه.

دا غونډه چې د رویداد خبري اژانس په کوربه‌توب جوړه شوې وه، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولینو، د افغانستان د ښځو د سوداګرۍ او صنایعو خونې مسوولینو، د رسنیزو بنسټونو مسوولینو، خبریالانو، یو شمېر ښځینه متشبثینو او ځوانو نوښتګرو، فعالانو او د سیاسي او اقتصادي چارو شننوونکو پکې ګډون کړی وو.

د دغه خبري اژانس بنسټګر محمدسنګر امیرزاده په دې غونډه وویل چې په تېر کال کې د یاد اژانس فعالیتونه د سوداګرو ښځو او ځوانو متشبثینو د فعالیتونو پر ملاتړ متمرکز شوي دي. د هغه په وينا، په تېر يوه کال کې دې رسنۍ د ښځينه سوداګرو او ځوانانو د فعاليتونو په اړه لسګونه مستندونه په دوو ملي ژبو جوړ او خپاره کړي دي.

د یاد خبري اژانس مسوول دغه راز وویل، دې رسنۍ په خپلو څېړنو کې موندلي چې سوداګرې ښځې د بازارموندنې او د کار ودې لپاره د ټولنیزو رسنیو په کارولو کې ستونزې لري. نوموړي د هېواد د رسنيو او د سوداګرۍ خونې له مسوولينو وغوښتل چې په دې برخه کې له سوداګرو مېرمنو سره ډېره همکاري وکړي.

د دې غونډې ګډونوالو هم د رویداد خبري اژانس د فعالیتونو ستاینه وکړه او ویې ویل چې دا ډول رسنۍ د هېواد د اقتصاد په وده کې مهم رول لوبولی شي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

د ناروې د کډوالو شورا: له جګړو بیځایه شوي افغانان بیړنیو مرستو ته ضرورت لري

د ناروې د کډوالو شورا ...