Home » افغانستان » ایراني پولیسو دوه افغان ښځې نیولي

ایراني پولیسو دوه افغان ښځې نیولي

ایراني رسنیو خبر ورکړی چې د دغه هیواد په پلازمېنې «تهران» کې پولیسو دوه افغان میرمنې د ماشومانو پرسر د شخړې له کبله نیولي دي.

د رسنیو د مالوماتو پر اساس دا پېښه(دوشنبه،۲د تلې) د تهران ښار اړوند فردوسیه تفریحي پارک کې هغه مهال رامنځته شوې، چې دوه افغان ښځو له یوې بلې ایرانۍ ښځې سره د ماشومانو د لوبو وسایلو پر سر شخړه کړې چې پولیسو دواړه افغان میرمنې نیولي او زنداني کړي دي.

د تهران د شهریار ولسوالۍ د پولیسو قومندان پیمان فتحي رسنیو ته ویلي، چې د افغان میرمنو له خوا پر ایرانۍ ښځې ګوزارونه شوي چې له کبله یې د هغې پر بدن ټپونه څرګند شوي چې له همدې کبله پولیسو افغان ښځې نیولي دي.

نوموړي زیاته کړې چې اوسمهال نیول شوې ښځې له دوی سره په زندان کې دي او له څيړنو وروسته به یې په اړه پریکړه وشوي.

دا په داسې حال کې ده چې د ایران حکومت له دغه هیواد د غیر قانوني افغان کډوالو د ویستلو لړۍ تر بل هر وخت ګړندۍ کړې ده.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

د ناروې د کډوالو شورا: له جګړو بیځایه شوي افغانان بیړنیو مرستو ته ضرورت لري

د ناروې د کډوالو شورا ...