د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر وايي، د ۲۰۲۴ کال له جنورۍ څخه د مې تر پایه شاوخوا ۵۹۵ زره افغان کډوال له ایران او پاکستان څخه افغانستان ته راستانه شوي دي.
د هغو معلوماتو له مخې چې د ملګرو ملتونو دغې ادارې نن (سه شنبه د چنګاښ ۱۲مه) خپور کړی، د روان کال په لومړیو پنځو میاشتو کې ۵۲۶،۸ زره افغان کډوال له ایران څخه راستانه شوي چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۴۴ سلنه زیاتوالی ښيي.
اوچا ویلي چې له ایران څخه د راستنیدونکو افغانانو ۴۳ سلنه نارینه، ۱۴ سلنه یې ښځې او ۴۳ سلنه یې له ۱۸ کلونو کم عمره ماشومان دي.
په دې موده کې د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر له پاکستان څخه د۶۷زره او ۹۰۰ افغان کډوالو راستنېدل ثبت کړي چې د ۲۰۲۳ کال د لومړیو پنځو میاشتو په پرتله ۴۱ سلنه ډېر شوي دي.
له پاکستان څخه د راستنیدونکو په منځ کې، ۲۰٪ نارینه، ۲۶٪ ښځې، او ۵۴٪ د ۱۸ کلونو څخه کم عمر لرونکي ماشومان دي.
پاکستاني حکومت د ۲۰۲۳ کال په اکتوبر میاشت کې له دغه هېواده د قانوني اسنادو پرته د افغان کډوالو د ایستلو بهیر پیل کړ.
د ملګرو ملتونو د راپور له مخې دا مهال ۴.۵ میلیونه افغان کډوال په ایران کې او ۳.۲ میلیونه نور په پاکستان کې ژوند کوي.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس