د بښنې نړیوال سازمان د جنوبي اسیا څانګې له ا.ا څخه غوښتي چې د بشري حقونه فعاله، منیژه صدیقي ژر تر ژره خوشې کړي.
یاد سازمان تېره شپه د سلواغې ۲۰مه په خپله اېکس پاڼه لیکلي: “منیژه صدیقي پرته له کومې ګناه د ا.ا له خوا نیول شوې او په زندان کې ده.”
د بښنې نړیوال سازمان د ا.ا د بهرینو چارو وزارت او د استخباراتو له ریاست څخه غوښتي چې ژر تر ژر د بشري حقونه فعاله له زندان څخه خوشې کړي.
د ویلو ده چې د ا.ا تر اوسه په دې اړه کوم څه نه دي ویلي.
د راپورونو له مخې، د بشري حقونه فعاله، منیژه صدیقي د روان کال د تلې په ۱۷مه د ا.ا د استخباراتو لخوا د کابل په خیرخانه سیمه کې نیول شوې او بندخونې ته وړل شوې ده.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس