Home » 2024 » مې (page 7)

Monthly Archives: مې 2024

له ایران او پاکستان څخه څه باندې دوه زره افغان کډوال راستانه شوي

د ا.ا د کډوالو چارو وزارت وايي، له ایران او پاکستان څخه دوه زره ۱۰۸ افغان کډوال په خپله خوښه او په جبري توګه هېواد ته راستانه شوي دي. د ا.ا د کډوالو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، چې پرون د غویي په ۲۲مه یو زر ۷۵۹ افغان کډوال ...

Read More »

کابل کې د قوش تپې شل اوریزه سیالیو کې تر دې دمه «بند امیر» لوبډله پایلوبې ته رسېدلې

په کابل کې د افغان کرکټ بورډ ادارې په نوښت د قوش تپې شل اوریزه سیالیو لیګ کې تر دې دمه د بند امیر لوبډلې پایلوبې ته لار موندلې ده. په دې لیګ کې پنځو لوبډلو لوبه کوله، چې په هغو کې سپین غر هغه لوبډلې ‎د ۸ لوبو په ...

Read More »

له اوکراین سره د امریکا ۴۰۰ میلیونه ډالره تازه نظامي مرسته

په داسې حال کې چې کییف د اوکراین په شمال ختیځ خارکیف کې د روسي ځواکونو د پرمختګ د مخنیوي هڅه کوي، امریکا اوکراین ته د ۴۰۰ میلیونو ډالرو په ارزښت د تازه مرستې نوې بسته اعلان کړې ده. دا د ۹۵ ملیارد ډالرو د مرستې بستې له تصویب وروسته ...

Read More »

جان کربي: د اوکراین پر خلاف به د مسکو بریدونه زیات شي

د امریکا د ملي امنیت شورا ویاند، جان کربي وايي، مسکو به په اوکراین کې پوځي عملیاتو ته زور ورکړي، خو په عین حال کې یې ډاډ څرګند کړی چې اوکراین به د روسیې هر راز نوې حملې په شا وتمبوي او شنډې به یې کړي. جان کربي پرون واشنګټن ...

Read More »

د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختو سیلابونو له امله لسګونه کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې

په بغلان، بدخشان او غور ولایتونو کې سختو سېلابونو خلکو ته ځاني او مالي زیانونه اړولي دي. د ا.ا مسوولین وايي، د سېلابونو له کبله لسګونه کسان مړه او ټپیان شوي او دغه راز ګڼ شمېر کورونه او مېشت ځایونه ویجاړ شوي دي. د باختر خبري اژانس په رپوټ کې ...

Read More »

د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د وسله‌والو په برید کې اووه کارګران وژل شوي

پاکستاني رسنیو خبر ورکړی چې د پنجشنبې په ورځ د غویي ۲۰مه د بلوچستان په ګوادر ښار کې لږ تر لږه اووه تنه په داسې حال کې په ډزو ووژل شول، چې په خپلو کورونو کې ویده وو. جيو نيوز د ګوادر د پوليسو د مشر، محسن علي له خولې ...

Read More »

د اسراییلو لخوا پر رفح د برید په صورت کې به امریکا اسراییلو ته د وسلو لېږدول بند کړي

امریکا له اسراییلو غوښتي چې پر رفح له برید کولو لاس واخلي، کنه اسراییلو ته به د وسلو د لېږدولو لړۍ ودروي. د امریکا ولسمشر، جو بایډن له سي اېن اېن سره په مرکه کې ویلي چې که اسراییل د رفح ښار ته دننه شي، امریکا به اسراییلو ته د ...

Read More »

بدخشان کې چاودنه؛ داعش ترهګرې ډلې د دې چاودنې مسوولیت منلی

د داعش ډلې خراسان څانګې د بدخشان د مرکز فیض اباد چاودنې مسوولیت منلی دی. دا چاودنه پرون له غرمې مخکې (چهارشنبه د غویی ۱۹مه) د فیض‌اباد ښار په «جوزون» سیمه کې د ا.ا پر ځواکونو وشوه. داعش ډلې ویلي چې د یادې ډلې غړي په موتورسایکل کې بمونه ځای ...

Read More »

د هېواد په اوو ولايتونو کې د باران او سېلابونو اټکل شوی

د ا.ا د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې رياست د هېواد په اوو ولايتونو کې د ورښتونو او سېلابونو د راوتو اټکل کړى دى. د دې ریاست د معلوماتو له مخې، سبا (پنجشنبه، د غویي ۲۰ مه) په هرات، بادغیس، فاریاب، سرپل، غور، سمنګان او بغلان ولایتونو ...

Read More »