امریکا پرون سه شنبه د کب لومړۍ نېټه په غزې کې د سملاسي اوربند په اړه د امنیت شورا پرېکړه لیک ویټو کړی دی. د راپورونو له مخې، حماس د امریکا دا پرېکړه غندلې او په یوه اعلامیه کې یې ویلي چې دا ویټو د اسرائيل د اشغال د اجنډا ...
Read More »Monthly Archives: فبروري 2024
شل اوریزه کرکټ لوبې؛ افغانستان نن له سریلانکا سره مخامخ کېږي
د افغانستان او سریلانکا د کرکټ ملي لوبډلې به په درېیم او وروستي ځل د نړیوالو شل اوریزو سیالیو په لړ کې نن چهارشنبې د کب ۲مه له یو بل سره مخامخ شي. د کرکټ بورډ د معلوماتو پر بنسټ، دغه لوبه به د افغانستان پر وخت ماښام شاوخوا شپږ ...
Read More »د پاکستان دوو ګودونو د ایتلافي حکومت پر جوړولو هوکړه وکړه
له لس ورځو مزاکراتو وروسته د پاکستان دوو سیاسي ګوندونو د یو ایتلافي دولت پر جوړولو هوکړه کړې ده. پاکستاني رسنیو ویلي چې دا هوکړه د پاکستان د خلکو د ګوند مشر او د اصف علي زرداری د زوی «بلاول بوټو زرداري» او د مسلم لیګ ګوند د مشر، نواز ...
Read More »د ټولنیز عدالت نړیواله ورځ؛ پوهان د ټولنیز عدالت تامین د پرمختګ او ثبات لامل ګڼي
نن د فبرورۍ ۲۰مه د ټولنیز عدالت نړیواله ورځ ده. په ۲۰۰۷ کال کې ملګرو ملتونو دا ورځ له ټولنیزو بې عدالتیو سره د مبارزې په موخه د ټولنیز عدالت د نړیوالې ورځې په نوم ونوموله. له ۲۰۰۷ کال وروسته په ټوله نړۍ کې دا ورځ له بشري ...
Read More »افغانستان کې د ناروې لخوا د اقلیمي بدلون په اړه غونډه جوړېږي
د چاپیریال ساتنې ملي ادارې ویلي، ټاکل شوې چې ناروې په افغانستان کې د اقلیمي بدلون د پایلو په اړه یوه غونډه جوړه کړي. د یادې ادارې په خبرپاڼه کې ویل شوي چې دا موضوع په افغانستان کې د ناروې د کمېټې رییس، تاریه مګنوس، د ا.ا د چاپیریال ساتنې ...
Read More »تخنیکي ستونزې؛ افغانستان ته د ازبکستان وارداتي برښنا ۵۰سلنه کم شوې
د افغانستان د برښنا شرکت اعلان کړی چې افغانستان ته د ازبکستان وارداتي برښنا د تخنیکي ستونزو له امله ۵۰ سلنه کمه شوې ده. یاد شرکت په خپله اېکس پاڼه لیکلي چې پرون دوشنې د سلواغې ۳۰مه وارداتي برښنا کمه شوې ده. د برښنا شرکت ویلي چې له همدې امله ...
Read More »د تحریک انصاف ګوند پلویانو په ‘ټاکنو کې د درغلیو’ پر ضد لاریون کړی
وروسته له هغې چې د پاکستان په راولپنډۍ ښار کې یو ځايي چارواکي په ټاکنو کې په درغلیو اعتراف وکړ او له خپلې دندې یې استعفا وکړه، د عمران خان په مشرۍ د پاکستان تحریک انصاف ګوند پلویانو د دغه هېواد په بېلابېلو ښارونو کې لاریونونه وکړل. پاکستاني رسنیو ویلي، ...
Read More »ګوترش: د نجونو د زدکړو پر وړاندې خنډ باید له منځه یوړل شي
د ملګرو ملتونو عمومي منشي، انتونيو ګوترش ټینګار کړی، چې په افغانستان کې د نجونو د زدکړو پر وړاندې خنډ او پر کار بندیز باید لغوه شي. ګوترش دا څرګندونې سې شنبې د کب لومړۍ نېټه په خپله اېکس پاڼه مطرح کړې دي. هغه زیاته کړې چې ښځې او نجونې ...
Read More »شل اوریزه کرکټ لوبې؛ افغانستان نن له سریلانکا سره مخامخ کېږي
د افغانستان او سریلانکا د کرکټ ملي لوبډلې به نن دوشنبه د سلواغې ۳۰مه د نړیوالو شل اوریزو سیالیو په دویمه لوبه کې له یو بل سره مخامخ شي. د کرکټ بورډ د معلوماتو پر بنسټ، دغه لوبه به د افغانستان پر وخت ماښام شاوخوا شپږ بجې د سریلانکا په ...
Read More »نورستان کې د غره د ښويېدو له امله پنځه تنه مړه شوي
د نورستان ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، په دغه ولایت کې د غره د ښویېدو له امله پنځه تنه مړه او د استوګنې ۲۰ کورونه ویجاړ شوي دي. د باختر اژانس د خبر له مخې، دا پيښه تېره شپه د سلواغې ۲۹مه د نورستان په نورګرام ولسوالۍ کې د سختو ...
Read More »