Home » 2023 » جنوري (page 3)

Monthly Archives: جنوري 2023

د وروستي ځل لپاره به نن ‘مسي’ او ‘رونالډو’ يو له بل سره د سيالۍ ډګر ته وځي

دغه لوبه نن د کابل پر وخت د شپې په نهه‌نیمې بجې د سعودي عربستان په ملک فهد لوبغالي کې ترسره کېږي. په سعودي عربستان کې د فوټبال د یوې لوبې چې د نړیوال فوټبال دوه ستوري، لیونل مسي او کریستیانو رونالډو له یو بل سره د سیالۍ ډګرته وځي، ...

Read More »

اېلان ماسک به ډیر ژر محاکمه شي

د ټویټر ټولنییزې شبکې اجرائیوي رئیس اېلان ماسک د ۲۰۱۸ کال د هغه ټویټ په اړه محاکمه کېږي چې د ۷۲ میلیاردو ډالرو په یوه معامله کې ټېسلا شرکت د خپل شخصي ملکیت ګرځولو شونتیا پکې وه. د ټېسلا شرکت ونډوالو د ماسک پرضد قضايي دعوا وکړه او هغه یې ...

Read More »

د اوکراین د کورنیو چارو وزیر د چورلکې غورځېدو پېښه کې وژل شوی

د اوکرایین د کورنیو چارو وزیر ‘دېنیس موناڅېرسکي’ په ګډون ۱۸ کسان د دغه هېواد پلازمېنې کیېف کې د یوې چورلکې غورځېدو پېښه کې وژل شوي دي.‌ دا چورلکه د پلازمېنې د ختیځ بروواري سیمې کې د یوه وړکتون څنګ ته راغورځېدلې ده. رپوټونه وايي‌، په دې پېښه کې ۳ ...

Read More »

حقوقپوه او ملتپال سياستوال لطيف اپريدی په پېښور کې ووژل شو

په پښتونخوا کې مشهور حقوقپوه او ملتپال سياستوال لطيف اپريدی نن د‌ پېښور محکمې مخې ته د يوه برید پر مهال ووژل شو. پاکستاني پولیسو ویلي، چې يو تن یې پر نوموړي د بريد په تور نیولی دی. لطيف اپريدی د نيشنل عوامي ګوند او پښتون ژغورنې غورځنګ له مخکښانو ...

Read More »

جاپان به په روغتيايي برخه کې يو ميليون او ۳۰۰ زره ډالره مرسته وکړي

د افغانستان لپاره د ملګروملتونو د وګړو صندوق په هلمند کې د روغتیایي خدمتونو له پیاوړي کېدو سره د جاپان د یو ميلیون او درې سوه زره ډالرو مرستو خبر ورکوي. دې ادارې پرون په یوه ټویټ کې ویلي چې، له دې صندوق سره د جاپان دغه نغدي مرستې به ...

Read More »

د ماشومانو د ساتنې اداره په افغانستان کې د خپلو فعاليتونو د بېرته پیل خبر ورکړ

د ماشومانو د ساتنې اداره یا سېف د چېلډرن وايي، له څو اونۍ ځنډ وروسته افغانستان کې خپل ځینې فعالیتونه بېرته پیلوي. دغې ادارې یوه وینا پاڼه کې ویلي چې د یو شمېر ښځينه کارکوونکو په ملتیا به خپلې ځينې چارې بېرته پیل کړي. د ماشومانو د ساتنې ادارې په ...

Read More »

لسګونه پخواني چارواکي په تېرو ۳ میاشتو کې بېرته هېواد ته راستانه شوي دي

له افغان شخصیتونو سره د اړیکو کمېسیون شمېرې ښيي چې په تېرو درې میاشتو کې څه باندې ۱۰۰ تنه سیاسي څېرې او د مخکيني دولت کارکوونکي بېرته هېواد ته راستانه شوي دي. د دغه کمېسیون ویاند  وايي چې بېرته راستنېدونکو کې وزیران، والیان او بېلابېل شخصیتونه شامل دي او دغه ...

Read More »

هند په کرکټ کې سریلانکا ته په ماتې ورکولو سره نړیوال ریکارډ جوړ کړ

هند د کرېکټ په یو ورځنۍ لوبه کې سريلانکا د ۳۱۷ منډو په توپیر ماته کړه او نړېوال ریکارډ یې جوړ کړ. هند په خپل کوربه توب دغې دریمه یو ورځنۍ لوبه کې، د سریلانکا لوبډلې ته د پنځو لوبغاړو په سوځیدو د ۳۹۰ منډو هدف ټاکلی و، خو د ...

Read More »

په نیپال کې یوه مسافر وړونکې الوتکه غورځیدلې

د نیپال پوخارا ښار ته نږدې یوه مسافر وړونکې الوتکه چې ۷۲ کسان په کې سپاره و، لوېدلې ده. اسوشېټېډپرېس خبري اژانس د نیپال د کتمندو پوسټ ورځپاڼې په حواله راپور ورکړی چې د سپرو کسانو له ډلې ۶۸ یې مسافر او ۴ یې د الوتکې عمله وه. د نیپال ...

Read More »

یوناما: د افغانانو بشري حقونو لپاره دې د امنیت شورا غړي سره متحد شي

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ د امنیت شورا له غړو هېوادونو غوښتي چې د طالبانو د هغو سیاستونو په ضد متحد واوسي، کوم چې افغانان له خپلو بشري حقونو لېرې کوي. په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان سیاسي استازولۍ یا یوناما مشرې روزا اوتنبایوا په افغان ...

Read More »