Home » اقتصادی » ۱۳ ټانکره بې‌کیفیته تېل له فراه بېرته ایران ته وګرځول شول

۱۳ ټانکره بې‌کیفیته تېل له فراه بېرته ایران ته وګرځول شول

د فراه ولایت په شیخ ابونصر فراهي بندر کې ۱۳ ټانکره بې کیفیته تېل بېرته ایران هېواد ته ګرځول شوي دي.

د دغه ولایت د شیخ ابونصر فراهي د سټنډرډ ملي ادارې آمر عطاءالله ابرار اغا رسنیو ته ویلي، چې یادې ادارې د شیخ ابونصر فراهي بندر کې ۱۳ ټانکره بې کیفیته تېل چې د یادې ادارې له سټنډرونو سره برابر نه وو بېرته ایران  ته ګرځول شوي دي.

ابرار اغا زیاته کړې، چې هېچا ته به د بې کیفیته توکو د واردولو اجازه ور نه کړل شي.

هېره دې نه وي، چې په دې سره په شاوخوا یوه اونۍ کې ایران ته د بېرته مسترد شویو تېلو اندازه ۵۸ ټانکرو ته ورسېده.

شریکول:

About خبري آژانس رویداد

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

اوچا د روژې په رارسېدلو سره د افغانستان د خلکو په اړه اندېښنه وښوده

د ملګرو ملتونو د بشري ...