Home » افغانستان » ۱۰وزارتونو ته د عبدالله عبدالله وزیران معرفي شول
رویداد خبري آژانس

۱۰وزارتونو ته د عبدالله عبدالله وزیران معرفي شول

د ولسمشر غني او عبدالله عبدالله د ګډ حکومت جوړولو هوکړې له مخې، ولسمشرۍ ماڼۍ د جلا فرمانونو له لارې د کابینې د پاتې وزارتونو لپاره لس تنه نوماند او سرپرست وزیران اعلان کړي دي.

د ولسمشر ویاند، صدیق صدیقي نن په کابل کې یوې خبري ناستې ته وویل چې دا کسان به ډير ژر ولسي جرګې ته د باور رایې اخیستو لپاره معرفي شي.

د نوموړي په خبره، بشیر احمد تینج د کار او ټولنیزو چارو، نثار احمد غوریاني د صنعت او سوداګرۍ، قدرت الله ذکي د ترانسپورت، معصومه خاوري د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ، انورالحق احدي د کرنې، محب الله صمیم د سرحدونو او قبایلو، فضل احمد معنوي د عدلیې او نور رحمان اخلاقي د کډوالو او بیرته راستنیدونکو چاور وزارت د نوماند او سرپرست وزیرانو په توګه ټاکل شوي دي.

صدیقي دغه راز ویلي چې د بین الافغاني مذاکراتو پر وړاندې پراته خنډونه لرې شوي او دوی هیله لري چې د افغانانو خپلمنځي خبرې به هم ژر پیل شي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په تېر یو کال کې د افغانستان د سوداګرۍ زیاتوالی

د صنعت او سوداګرۍ وزارت ...