Home » سیمه او نړی » یونان له ترکیې سره پر پوله ۴۰ کیلومتره دېوال بشپړ کړ
رویداد خبري آژانس

یونان له ترکیې سره پر پوله ۴۰ کیلومتره دېوال بشپړ کړ

د یونان حکومت وایي، له ترکیې سره په پوله کې یې د ۴۰ کیلو متره دېوال جوړېدل بشپړ کړ.

دا دېوال چې د څارنې وسایل هم په کې نصب دي، اروپا ته د افغان پناه غوښتونکو د ورماتېدو د مخنیوي لپاره جوړ شوی دی.

تېره اوونۍ ترکیې هم ویلي و چې د پناه غوښتونکو د مخنیوي لپاره له ایران سره په خپله پوله کې د دېوال د غځولو چارې پراخوي.

ترکیې په تېرو کلونو کې له ایران سره په خپله پوله کې ۱۵۵ کیلومتره دېوال جوړ کړی خو ټاکل شوې ده چې دا دېوال ۲۴۱ کیلومتره اوږدکړل شي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

زیلینسکي: روسیه د جګړې ختمولو لپاره نه، بلکې د جنګ اوږدولو لپاره د بهانو په لټه کې ده

د اوکرایین ولسمشر ولادمیر زیلینسکي ...