Home » افغانستان » کونړ کې راستانه شويو هېوادوالو ته پنډغالی پرانستل شو
کونړ

کونړ کې راستانه شويو هېوادوالو ته پنډغالی پرانستل شو

د کار او ټولنیزو چارو وزارت وايي چې هېواد ته د راستانه شويو کډوالو لپاره د يوه پنډغالی پرانيسته وشوه.

د دغه وزارت د خبر پاڼې له مخې، د کار چارو معین محمد زاهد احمدزی تورخم ښارګوټي ته له سفر وروسته کونړ ولایت ته لاړ او هلته یې د ا.ا د ریاست‌الوزراء اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي سره مل د راستنېدونکو هېوادوالو لپاره د استوګنې یو پنډغالي په پرانیستلو کې برخه واخیسته.

په غونډه کی مولوي عبدالسلام حنفي راستانه شويو کډوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د امکان تر بریده د ژوند اسانتياوو د چمتو کولو ډاډ ورکړ.

ورته مهال د کار او ټولنیزو چارو معین مولوي محمد زاهد احمدزي هم په خپلو خبرو کې راستانه شويو هېوادوالو ته وويل چی د وزارت امکانانو ته په کتو سره به ورته د کار او فعالیت زمینې برابرې کړي.

شریکول:

About خبري آژانس رویداد

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

خوست کې وړیا روغتیايي کمپونه پرانیستل شول

د خوست عامې روغتیا ریاست، ...