دافغانستان دکرنې اوبولګونې او مالدارۍ وزارت وایي د ۹۱،۲ میلیونه افغانیو په لګښت د کونړ ولایت په درېو ولسوالیو کې د لمریزې برېښنا للمي ځمکو خړوبولو څلور پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
د کونړ والي محمد اقبال سعید وایي، یادو ځمکو ته په اوبو رسولو سره به کرنیز تولیدات لوړ او د نباتي پوښښ په رامنځته کېدو به د وارداتو کچه راکمه شي.
د اقبال سعید په خبره، د دغه پروژو پر مټ به په سرکاڼو، مرورې او نرنګ ولسوالیو کې څه باندې څلور زره جرېبه ځمکه خړوب شي، چې نن عملاً په سرکاڼو او مرورې ولسوالیو کې للمي ځمکو ته د اوبو ورکول پیل شوي.