د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایي چې طالبانو په تېرو دوو اوونیو کې ۸۸ ملکي وکړي وژلي دي.
د یاد وزارت ویاند طارق ارین وایي چې یادې ډلې په تېرو دوو اوونیو کې د هېواد په بیلابیلو ولایتونو کې ۷۸۱ ترهګریز فعالیتونه تر سره کړي چې په پایله کې یې ۸۸ ملکي وګړي وژل شوي او ۱۳۳ نور ټپیان شوي دي.
نوموړي زیاته کړې چې د اوښتو تلفاتو ډېره برخه په کندهار او غزني ولایتونو کې ثبت شوې ده. طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي خو وړاندې تر دې یې دا ډول راپورونه رد او د مقابل اړخ تبلیغات بللي دي.