د افغانستان دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت وایي، چې په ۱۳۹۹ لمریز کال کې د هېواد په کچه ۱۳ زره او ۲۴۳ مټریک ټنه سټروس، چې په کې کینو، مالټې، نارنج او لیمو شامل دي تولید شوي دي.
د کرنې وزارت نن یکشنبه (د وري ۲۹مه نېټه) په یوه خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې ننګرهار ولایت د ۷۰۰۰ ټنه کینو، مالټې، نارنج او لیمو په تولید سره، د سټروسو تولیدوونکو ولایتونو د نوم لړ په سرکې دی. او په دغه ولایت کې نږدې یوزرو ۵۲ هکټاره ځمکه د سټروسو بڼونه جوړ شوي دي.
اعلامیه کې راغلي چې د نارنجو د تولید په برخه کې بیا کونړ ولایت له نورو ولایتونو مخکې دی.
اعلامیه زیاتوي تېرکال له یاد ولایت څخه ۲۰۰۲ مټریک ټنه نارج تر لاسه شوې ده، او د کونړ په ۲۸۶ هکټاره ځمکه د نارنجو بڼونه شتون لري.
د کرنې وزارت وایي په هېواد کې د سټروسو د تولید له پلوه لغمان او خوست هم درېیم او څلور ځای لري.
د دغه وزارت د معلوماتو له مخې په وروستیو کلونو کې د کابل، تخار، بلخ او سرپل ولایتونو کې هم د سټروسو ونو د نیالګیو اېښودل او پالل دود شوي دي.
د کرنې وزارت وایي د هېواد په کچه په ټولیزه توګه په یوزرو ۹۵۲ هکټاره ځمکه د سټروسو بڼونه جوړ شوي دي، چې له دې ډلې ۶۱ هکټاره یې د کینو او مالټې بڼونه، ۴۱۵ د نارنجو بڼونه او ۴۴۹ هکټاره یې د لیمو بڼونه دي.