Home » اقتصادی » چین کې د ایفون پر کارونې بندیز د اپل د ونډو بیه راغورځولې

چین کې د ایفون پر کارونې بندیز د اپل د ونډو بیه راغورځولې

په چین کې د حکومتي مامورانو له هغې پرېکړې وروسته چې ایفون به نور نه کاروي، د امریکايي اپل شرکت ونډې د دویمې پرلپسې ورځې لپاره رالوېدلې ده.

یوازې په تېرو دوو ورځو کې د دغه شرکت ارزښت د ونډو په بازار کې په سلو کې شپږ رالوېدلی، په دې معنا چې نژدې ۲۰۰ میلیارد ډالر تاوان یې کړی دی.

د ټیکنالوجۍ بازار کې چین د امریکايي ټیکنالوجۍ شرکتونو دریم لوی بازار دی، چې تېر کال په سلو کې یوازې ۱۸ سلنه واردات یې د اپل اړوندو تولیداتو وو.

د چارشنبې په ورځ وال سټریټ ژورنال په یوه رپوټ کې وویل چې بیجېنګ د مرکزي حکومت خبري اژانس ته ویلي چې د کار ځای ته نور ایفون ټیلیفونونه ور سره رانه وړي.

په دویمه ورځ بلومبرګ خبري اژانس وویل چې د ایفون بندیز کې د چین د حکومت اړوند او د حکومت له ملاتړ برخمن شرکتونه هم شامل دي.

دا رپوټونه د اپل د نوي ایفون ۱۵ له رایستلو مخکې شوی چې په پام کې ده د سپتمبر پر ۱‍۲مه به یې د بازرا ته د راوتلو اعلان وشي.

ددغه رپوټ په تړاو د چین د حکومت له لوري هېڅ کوم رسمي غبرګون نه دی ښودلی.

اپل شرکت په نړیوالو بازارونو کې د ارزښت له پلوه په سر کې ځای لري او ددغه شرکت ارزښت کابو ۲٫۸ ټریلیون ډالرو ته رسېږي.

شریکول:

About خبري آژانس رویداد

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

اوچا د روژې په رارسېدلو سره د افغانستان د خلکو په اړه اندېښنه وښوده

د ملګرو ملتونو د بشري ...