د ننګرهار ځايي چارواکي د خبرپاڼې په خپرولو وايي، چې تورخم دروازه نن سېشنبه هم تړلې ده.
په دې تړاو خپره شوې خبرتیا کې له عامو خلکو او مساپرو غوښتل شوي، چې د دروازې تر پرانیستل کېدو پورې دې تورخم ته تګ راتګ نه کوي.
خو ویل شوي چې د تورخم بندري ښارګوټي هټیوال او اوسېدونکي کولی شي چې د پخوا په څېر خپلو کارونو ته دوام ورکړي.
د یادودنې ده چې تورخم دروازه تېره چارشنبه د طالبانو او پاکستاني سرحدي ځواکونو ترمنځ له وسله والې نښتې وروسته وتړل شوه.