Home » افغانستان » پنجشېرکې یو شمېر دولتي عسکر له دوه نیم ساعته محاصرې وروسته بېرته خوشې شول
رویداد خبري آژانس

پنجشېرکې یو شمېر دولتي عسکر له دوه نیم ساعته محاصرې وروسته بېرته خوشې شول

په پنجشېر ولایت کې یو شمېر دولتي عسکر له دوه نیم ساعته محاصرې وروسته بېرته خوشې شول.

دا خبره د پنجشېر د والي مرستیال محمد امین صدیقي نن له غرمې وروسته یوې رسنۍ ته وکړه.

هغه وویل د پنجشېر د همغږۍ له مرکزه یو شمېر عسکر د هغو قهرجنو خلکو د کرارولو لپاره د بازارک سنګانه سیمې ته لېږل شوي و چې د کرام‌الدین کریم د نیولو لپاره د ځانګړو ځواکونو د عملیاتو په غبرګون راوتلي و.

صدیقي وویل د سیمې شااوخوا ۲۰۰ اوسېدونکو چې اکثر یې مسلح و دا دولتي عسکر ایسار کړي و او د سپین ږیرو په هڅو او منځګړیتوب‌یې بېرته خوشې کړل.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ځانګړو ځواکونو د افغانستان د فوټبال فدراسیون د پخواني مشر کرام‌الدین کریم د نیولو لپاره بېګا په پنجشېر کې عملیات وکړل چې بې‌نتیجې پای ته ورسېدل.

د راپورونو په اساس د کرام‌الدین کریم د نیولو د مخنیوي لپاره ټولو شویو خلکو له افغان ځانګړو ځواکونو سره ډزې هم تبادله کړي، خو تر اوسه د چا د ژوبلېدو خبره نه‌ده تأیید شوې.

له دې چې خلکو لار تړلې وه دا ځانګړي پولیس د خاواک کوتل له لارې د بغلان اندراب ته وتلي دي.

کرام‌الدین کریم د فوټبال فدراسیون مخکېنی مشر دی چې د فوټبال د نړیوال فدراسیون فیفا له‌خوا د افغان ښځينه فوټبالرانو په جنسي ځورونې تورن پېژندل شوی او افغان حکومت‌یې هم د نیولو امر کړی.

رویداد خبري آژانس

فیفا، کریم د ټول عمر لپاره له فوټبالي فعالیتونو محروم کړی او پر هغه‌یې یو میلیون ډالر جریمه لګولې ده.

کریم په خپله او د هغه وکیلانو لګېدلي تورونه رد کړي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په تېر یو کال کې د افغانستان د سوداګرۍ زیاتوالی

د صنعت او سوداګرۍ وزارت ...