ولسمشرمحمد اشرف غني پرون، د بدحشان له هغو نجونو سره پر ټلیفون خبرې کړې، چې د ناامني له امله په دغه ولایت کې د کانکور له ازموینې بې برخې شوې وې. ښاغلي غني دغو نجونو ته ډاډ ورکړ، چې هیڅوک یې د زدکړو مخه نشي نیولی.
څو ورځې مخکې د بدحشان ځایي چارواکو ادعا کړې وه، چې ۱۸۴ نجوني د طالبانو د ګواښ له امله په کانکور کې له ګډون پاته شوې دي.
د دغو نجونو او کورنیو له شکایتونو وروسته ځایي حکومت د بدحشان په شغنان ولسوالۍ کې دوی ته د کانکور ازموینې د ورکړې زمېنه برابره کړه.
ولسمشرغني د ټلیفوني له لارې دغو نجونو ته په کانکور کې د بریالیتوب هیله وکړه