Home » افغانستان » ولسمشرغني؛ له سیلاب ځپلو سره د اړینې مرستې امر کړی
رویداد خبري آژانس

ولسمشرغني؛ له سیلاب ځپلو سره د اړینې مرستې امر کړی


ولسمشر په هېواد کې د وروستیو راوتلو سیلابونو له ځپل شوو کورنیو سره د بېړنیو مرستو ژمنه کړې ده.

نوموړي پرون ناوخته د ویډیو کنفرانس له لارې د پروان ولایت له ځايي چارواکو او قومي مشرانو سره خبرې کړې دي او دوی ته یې ډاډ ورکړی دی چې ژر تر ژره به حکومت له دوی سره ټولې اړینې مرستې ترسره کړي.

رویداد خبري آژانس

نوموړي همدا راز د امرالله صالح په مشرۍ د پروان ولایت لپاره د مرستو یو کمیسیون جوړ کړی دی چې دوی به د ارګ د عملیاتي ادارې او مالیې وزارت په همغږۍ په پروان کې د ویجاړو شوو عامه تاسیساتو د جوړولو لپاره کار کوي.

رویداد خبري آژانس

ولسمشر غني همدا راز له ټولو امنیتي او دفاعي ځواکونو غوښتنه کړې چې د پروان له خلکو سره دې هر اړخیزه همکاري وکړي او د امنیت په تامین کې دې خپلې هڅې ډېرې کړي.

بلخوا معلومات ښيي چې د سیلابونو له امله په دغه ولایت کې تر ۱۰۰ پورې کسان مړه شوي دي او تېره شپه هم په دغه ولایت کې له خاورو د جسدونو د رایستلو عملیات روان وو.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په تېر یو کال کې د افغانستان د سوداګرۍ زیاتوالی

د صنعت او سوداګرۍ وزارت ...