ټولګټو چارو وزارت وايي، د تېرې ورځې راپدېخوا د درنو واورو ورېدو له امله د یو شمېر ولایتونو لارې د ترافیکو د تګ راتګ پر مخ بند شوې دي.
د ټولګټو وزارت ویاند حمیدالله مصباح ویلي چې یادې مواصلاتي لارې په بامیان، سرپل، بلخ او فراه ولایتونو کې د واورې ورېدو له امله د ترافیکو د تګ راتګ پر مخ بندې شوي دي. نوموړي زیاته کړې چې په بامیان ولایت کې له یادو لارو پرته نورې ټولې لارې د ترافیکو پر مخ خلاصې دي.
ده ویلي چې د افغانستان په سالنګونو کې هم له تېرې ورځې د واورې ورښت جریان او په خبره یې دغه لویه لار د ټېلري موټرو پرته د نورو ټولو بار وړونکو او مسافر وړونکو موټرو پر مخ خلاصه ده.
دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د هوا پيژندنې ملي ادارې پرون او نن یکشنبه د افغانستان په ۱۹ ولایتونو کې د واورې او بارانونو اټکل کړی و.