Home » افغانستان » هند کې افغان زدکړیالانو د ویزو د مودو غځول غوښتي

هند کې افغان زدکړیالانو د ویزو د مودو غځول غوښتي

په هند کې سلګونو افغان محصلانو، چې د وېزو موده یې پوره شوې، پرون په یوه اعتراضیه غونډه کې د هند له حکومته وغوښتل چې د دوی د ویزو موده وغځوي.

افغان محصلان وايي، سره له دې چې زده کړې یې بشپړې شوي نه دي، خو له دې کبله چې د هند حکومت د پخوا په شان د دوی د وېزو موده نه اوږدوي، له یوې خوا یې زده کړې نیمګړې پاتې کېږي او له بلې خوا له دې هیواده وتلو ته اړ ایستل کېږي.

د ۲۰۲۱ کال تر اګست مخکې، هند هر کال زرګونو افغان محصلانو ته د هند په پوهنتونونو کې د لیسانس او ماسترۍ د دورې لپاره بورسونه ورکول، خو په هېواد کې د سیاسي بدلون وروسته یې دا لړۍ درولې او د هغو محصلانو، چې پخوا هند ته تللي او لا هم په زده کړو بوخت دي، ویزې نه تمدیدوي.

خو د هند د بهرنیو چارو وزارت د کلتوري اړیکو د شورا ريیس کومار توهان وايي چې د افغان محصلانو ستونزه درک کوي او ډاډ ورکوي چې کوم محصل به په زوره له هنده نه ایستل کېږي.

شریکول:

About خبري آژانس رویداد

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

له دې وروسته مسافر د افغاني تذکرو په لرلو سره کولی شي د تورخم له لارې هېواد ته راستانه شي

د ننګرهار سیمه ییزو چارواکو ...