د افغانستان په لوېدیځ ولایت هرات کې د زیرې (زرغونه زیره یا کرابیه) تولید په بې سارې کچه لوړ شوی.
د هرات د سوداګرۍ او پانګونې خونه وایي سږ کال یوازې له هراته د پنځلس میلیونه ډالرو په ارزښت زیره بهر ته صادره شوې.
زیره په نورو هېوادونو کې ډير پېرودونکي لري خو د کښت کچه یې د باران د کچې سره تړاو لري او که ورښت کم وي د تولید کچه یې هم ورسره ټیټیږي.
د زیرې د تولید زیاتېدو سره د هرات دزاړه ښار یوه مارکیټ کې د کارګرو بیروبار او بوختتیا هم ډېره شوې ده.
چارواکي وایي تیر کال یې له هرات د څه باندې څلور نیم ملیون ډالرو په ارزښت زیره بهر ته صادره کړې خو سږ کال یې د تولید کچه درې چنده زیاته شوې ده.
د هرات د سوداګرۍ او پانګونې ادارې اجرایه مشر محمد رفیع رحماني وایي:”موږ سږ کال ۹۹۸۹ ټنه دا محصولات چې پنځلس میلونه ډالره یې ارزښت دی بهر ته لیږلي دي. دا مو د نړۍ مختلفو هېوادونو لکه عراق، امارات، اردن، لبنان، او دا راز اروپا کې اتریش او ډنمارک ته صادر کړي دي. “
یوشمېر هغه سوداګر چې د زیرې د صادرولو کاروبار لري وایي، که دولت یې لاس ونیسي او مرسته ورسره وکړي دا محصولات به ګڼو نورو اروپایي هېوادونو ته هم صادر کړي.
غلام حیدر نیکزاد- چې زیره ترکیې او پاکستان ته صادروي- وایي، په دې برخه کې اصلي ستونزه د کروندګرو لپاره دا ده چې تراکتورونه نه لري:”که کومک ورسره وشي ډیر به ښه شي او د تاجر لپاره بیا مشکل دا دی چې بازار مناسب نشته. کم صادریږي. که بازار پيدا شي موږ یې ډیرو اروپایي هیوادونو ته هم صادرولی شو))
زیره د غنمو په شان هر کال کرل کیزي او له همدې کبله کروندگر وایي تراکتور ته د یوې یا قولبې لپاره اړتیا لري.
چارواکي او کروندګر وایي سږ کال ځکه د زیرې تولید ډیر شوی چې تیر پسرلي کې بارانونه ډیر وشول.