د افغانستان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر انورالحق احدي، ننګرهار ولایت ته دخپل سفر په دویمه ورځ په دې ولایت کې د شاتو د کیفیت معلومولو یو معیاري لابراټوار ګټې اخیستنې ته وسپارلو.
د کرنې وزارت لخوا په یوه خپره شوې اعلامیه کې راغلي، یاد لابراټوار د امریکا متحده ایالاتو نړېوالې پراختیايي ادارې USAID)) په مرسته د ۲.۷ میلیونه افغانیوپه لګښت د سیزن خالص وطني شاتو پروسس او بسته بندۍ شرکت لپاره جوړه شوې ده.
خبرپاڼه زیاتوي، چې یاد شرکت د ورځې ۵۰۰ کیلو ګرامه شات تولیدوي، چې د ننګرهار سربېره د هېواد نورو ولایتونو ته هم لېږل کېږي.
خبرپاڼه کې دغه راز ویل شوي، چې د کرنې وزیر انورالحق احدي د حیواني خوراکي توکو د تحلیل او تجزیې لاربراټوار چې د امریکا متحده ایالاتو نړېوالې پراختیايي ادارېUSAID په مرسته د ننګرهار په مرکز کې جوړه شوې وه ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
یاد لابراټوار د حبیب حسام شرکت ته، چې په ختیځ زون کې د چرګانو د دانې ترټولو ستر تولیدوونکی شرکت دی جوړه شوې ده.
د دغه لابراټوار په پرانیست غونډه کې انور الحق احدي وویل، د کرنې وزارت غواړي، چې د خصوصي سکټور په برخه کې د یوشمېر برنامو په تمویل او ملاتړ سره، په بېلابېلو برخو کې د تولید کچه لوړ کړي.په دې لابراټوار کې حیواني خوراکي توکي په ځانګړې توه د چرګانو دانې تر ارزونې لاندې نیول کیږې.