د ملي امنیت پخواني رییس رحمت الله نبیل ویلي، حکومت د سولې اړوند ضد او نقیض څرګندونې کوي، پر ژمنو عمل نه کوي او په لوی لاس غواړي دغه پروسه وځنډېږي.
رحمت الله نبیل پر طالبانو هم نیوکه کړې، چې د پروسې د غځېدو په لټه کې دي او غواړي چې جګړه دوام پیدا کړي.د نبيل په خبره، د افغان سولې پروسه کې بهرنیان مداخله کوي او همدا لامل دی چې هېڅ لوری د جګړې د پای او د سولې د راتګ لپاره د پام وړ عملي ګام نه اوچتوي.
نوموړي ویلي، حکومت د امریکا په ټاکنو کې د ټرمپ د ناکامېدو هیله لري او تمه یې دا ده چې د امریکا بل نوی ولسمشر به د طالبانو په اړه بېل دريځ ولري.