Home » اقتصادی » میدان وردګ کې د اوبو لګولو کاریز ګټې اخیستنې ته وسپارل شو
رویداد خبري آژانس

میدان وردګ کې د اوبو لګولو کاریز ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

د افغانستان د کلیو د بیا رغونې او پراختیا وزارت وایي، د سیمه ییز پروګرام لخوا د میدان وردګو ولایت په مرکز پورې اړونده سیمه زرني کلي کې د څه باندې ۱ میلیون افغانیو په ارزښت د اوبو لګولو پوخ کاریز،د اوبو پوخ زیرمتون او ځمکو ته د اوبو رسوونکی پوخ کانال جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

دغه وزارت نن سې شنبه (د سلواغې۲۱مه نېټه) په یوه خپره شوې اعلامیه کې راغلي،د یادې پروژې د تطبیق پر مهال ۲۴۷۷ کاري ورځې رامنځته شوي چې د سیمې ۳۲۲ اوسیدونکي ترې ګټه پورته کوي.

اعلامیه کې راغلي، د دغې پروژې په بشپړیدو نه یواځې د سیمې د بزګرانو کرنیزې ځمکې د اوبو لګولو تر منظم پوښښ لاندې راغلي بلکې دغو ځمکو ته د اوبو د رسیدو په لار کې د اوبو د بې ځایه ضایع کیدو مخه هم نوره نیول شوې ده.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

اوچا د روژې په رارسېدلو سره د افغانستان د خلکو په اړه اندېښنه وښوده

د ملګرو ملتونو د بشري ...