Home » افغانستان » میدان وردګو کې هم سیلابونو درانه زیانونه اړولي دي
رویداد خبري آژانس

میدان وردګو کې هم سیلابونو درانه زیانونه اړولي دي

د پروان ولایت تر څنګ په میدان وردګو کې هم راوتلو سیلابونو درانه زیانونه اړولي دي.

د میدان وردګو ولایت ځایي چارواکي وایي چې ددغه ولایت په دایمرداد، چک، سید اباد، نرخ او جلریز ولسوالیو کې درانه سیلابونه راوتلي دي چې زرګونه هکتاره زراعتي ځمکه او باغونه یې ویجاړ کړي دي او دغه راز یې تر ۲۶۴ پورې کورونه هم له منځه وړي دي.

رویداد خبري آژانس

چارواکي وایي چې دوی پېښو ته د رسیدګۍ په موخه بېړنۍ ناسته کړې ده خو په خبره یې امکانات یې محدود دي.

رویداد خبري آژانس

ولایت مقام وایي د مرستیال والي په مشرۍ پلاوی له سیلاب ځپلو سره د اړینو مرستو لپاره کار کوي خو له مرکزي حکومت یې هم د مرستې غوښتنه کړې ده. ولایت مقام د ځاني تلفاتو په اړه معلومات نه دي ورکړي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په تېر یو کال کې د افغانستان د سوداګرۍ زیاتوالی

د صنعت او سوداګرۍ وزارت ...