Home » افغانستان » ملګرو ملتونو یو ځل بیا په روانه جګړه کې ملکي مرګ ژوبله اندېښمنوونکې بللې
رویداد خبري آژانس

ملګرو ملتونو یو ځل بیا په روانه جګړه کې ملکي مرګ ژوبله اندېښمنوونکې بللې

د ملګرو ملتونو د مرستندویه دفتر یا یوناما مشرې دیبورا لاینز یو ځل بیا په روانه جګړه کې ملکي مرګ ژوبله اندېښمنوونکې بللې ده.

دیبورا لاینز له ولسمشر غني سره په خپله وروستۍ لیدنه کې ویلي چې په افغانستان کې د تاوتریخوالي د کمولو او ملکي مرګ ژوبلې د مخنیوي لپاره باید د سولې هڅې ډېرې او چټکې کړل شي.

د نوموړې په خبره د وسله والو طالبانو له لوري د تاوتریخوالي ډېرېدل او پر ښارونو بریدونه د جدي اندېښنې وړ دي او ملګري ملتونه ددې غوښتونکي دي چې ښکېل لوري دې د جګړو پر ځای پر سوله او مذاکراتو تمرکز ډېر کړي.

ولسمشر غني هم په دې لیدنه کې ویلي چې سوله او د تاوتریخوالي کمول یې د حکومت لومړیتوب دی، خو افغان ځواکونه له خپلو خلکو او نظام ددفاع حق لري، نو ځکه طالبانو ته په کار ده چې له جګړو لاس واخلي او د خبرو ميز ته حاضر شي.

د یادونې وړ ده چې وسله والو طالبانو تراوسه پورې د شپږو ښارونو د نیولو ادعا کړې ده، د کندهار، هرات او لښکرګاه ښارونه هم په دې وروستیو کې د طالبانو د پراخو بریدونو شاهد وو.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په تېر یو کال کې د افغانستان د سوداګرۍ زیاتوالی

د صنعت او سوداګرۍ وزارت ...